ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د مشرتابه د حکم په اساس د کابل_غزني او کابل_جلال اباد د دويم لين سړکونو د جوړولو چارې پيلېږي.
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکس پاڼه ليکلي: د دوو لویو پروژو د کار د پیل په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا! لکه څنګه چې څرګنده ده د کابل – غزني او کابل – جلال آباد پر لویو لارو د وسایطو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله خلک د ترافیکي ستونزو سره مخ دي.
نو په همدې اساس د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم پربنسټ او د ټولګټو وزارت له پلان سره سم د کابل – غزني دویم لین سړک او د کابل – جلال آباد دویم لین سړک د پاته برخو( د کابل ولایت له خاک جبار ولسوالۍ څخه د ننګرهار ولایت تر مملې باغ سیمې پورې) د اساسي رغونې کار دیاد وزارت لخوا د ټولپلازا په بدل کې پیلېږي.
د یادو سړکونو په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې، او د سوداګریزو او کرنیزو توکو په چټک لیږد رالیږد کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ او کابل کندهار لویې لارې سربېره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د لويو لارو د بيا رغونې او اساسي سړک جوړونې چارې په چټکۍ سره په مخ روانې دي.