Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستان: جنوبي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید کړی او ۴ تنه یې وژلي
    سیمه

    پاکستان: جنوبي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید کړی او ۴ تنه یې وژلي

    صابر افغانصابر افغان15 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یو شمېر رسنیو د پاکستاني پولیسو له قوله خبر ورکړی، چې په جنوبي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې توغندیز برید کړی او څلور تنه یې وژلې دي.

    پولیس وایي، برید په یو کور ترسره شوی چې په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

    په سیمه کې د پولیسو مشر هدایت الله ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکې برید د جنوبي وزیرستان په ولسوالۍ کې شوی، خو لا معلومه نه ده، چې دا برید چا کړی.

    نوموړي زیاته کړې، چې د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.بل لور ته د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې د توغندي په برید کې وژل شوي عام خلک و او هیڅ کومې وسله والې ډلې سره یې تړاو نه درلود.

    د سیمې اوسېدونکو مړي د پاکستان د پوځ یو کمپ مخې ته د اعتراض په توګه ایښي او هوډ یې څرګند کړی، تر څو مالومه نشي دا برید چا کړی، خپل مړي به خښ نه کړي.

    د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه د دې برید په هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې په دې سیمه کې دا ډول بریدونه امریکا او یا د پاکستان پوځ کول.

    ځایي خلک وايي، دوی د شپې ناوخته د درنې چاودنې غږ اورېدلی او هغه مهال په هوا کې بې پیلوټه الوتکه هم لېدل شوې ده.

    د دوی په وینا، چاودنه کې د سیمې اوسېدونکی بنات مسید د هغه میرمن، یوه لور او تنکی زوی وژل شوي او ۱۴ کلنه لور یې ټپي شوې، چې د درملنې له پاره پوځي روغتون ته وړل شوې ده.

    اخوا بیا رسنۍ د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند “ژوب” سیمه کې د یوه پاکستاني افسر د وژل کېدو او څو تنو نورو سرتیرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.په خبر کې ویل شوي، چې دغه افسر وسله والو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

    مخکینۍ مقالهد هوا پیژندنې ادارې نن د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل کړی
    راتلونکي مقاله د صنعت او سوداګرۍ وزیر تاتارستان ته په رسمي سفر ولاړ

    مربوطه لیکنې

    باجوړ کې بمي چاودنې د مرستیال کمېشنر په ګډون ۵ تنه وژلي

    2 جولای 2025

    ايران د هرمز تنګي د تړلو لپاره په ماينونو بار کښتۍ فارس خليج کې ځای پرځای کړي

    2 جولای 2025

    پاکستاني طالبانو تېره ورځ په ۱۹ جلا بریدونو کې ۳۳ پاکستاني پوځیان وژلي

    2 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 3 جولای 2025

    د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

    د بادار د ملاتړ له توهم څخه د ملت د استازیتوب تر دعوې؛ د مقاومت شوری اعلامیې ته یوه کتنه

    3 جولای 2025

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

    3 جولای 2025

    د بادار د ملاتړ له توهم څخه د ملت د استازیتوب تر دعوې؛ د مقاومت شوری اعلامیې ته یوه کتنه

    3 جولای 2025

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،910 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،903 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.