
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې خامنهاي لارښوونه ورته کړې، چې له واشنګټن سره تر فشار لاندې مذاکرات ونه کړي.
نوموړي د ایران پارلمان ته په وینا کې ویلي، موږ د دوښمن سره په پراخ جنګ کې یو، باید پر یو بل د تور پورې کولو پر ځای، د ستونزو حل لپاره اقدامات وکړو.
پزشکیان اعتراف کړی، چې پخوا یې له امریکا سره د خبرو اترو ملاتړ کاوه، خو اوس به د رهبر لارښوونو ته ژمن پاتې شي.
تر دې وړاندې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر عراقچي هم ویلي وو، چې له واشنګټن سره به تر هغه مذاکرات ونه کړي، ترڅو یې چې تهدیدونه پای ته نه وي رسولي.