Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»په بهر کې د حماس د سیاسي څانګې مشر سامي‌ ابو‌ زهری: تاريخ چوپ نه پاتې کېږي که اسلامي امت اوس اقدام ونه کړي سبا به سخت پښېمانه‌ وي
    منځنی ختیځ

    په بهر کې د حماس د سیاسي څانګې مشر سامي‌ ابو‌ زهری: تاريخ چوپ نه پاتې کېږي که اسلامي امت اوس اقدام ونه کړي سبا به سخت پښېمانه‌ وي

    صابر افغانصابر افغان16 اپریل 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په بهر کې د حماس د سياسي څانګې مشر سامي‌ ابو زهری له الجزيرې ټلويزيون سره په خپلو تازه څرګندونو کې يو وار بيا په اسلامي امت د غزې د دفاع لپاره غږ کړی نوموړي ويلي، تاريخ چوپ نه پاتې کېږي او که اسلامي نړۍ اوس اقدام ونه کړي نو سبا به سخت پښېمانه وي.

    ښاغلي زهري همدا راز ويلي چې، صهيونيستي اسرائیل د ملکي خلکو پر کورنیو بمبارونه کوي، عامه وژنه یې پیل کړې او هڅه کوي چې د غزې ولس د لوږې له لارې تر فشار لاندې راولي او تسلیمۍ ته یې اړ کړي.

    ابو‌ زهري زياتوي چې، حماس هڅه کوي د اسرائیلو خلاف د فشار ټولې موجودې وسیلې وکاروي، ترڅو داسې یو توافق رامنځته شي چې د فلسطينيانو په ګټه وي.

    د حماس غورځنګ د بهرني سياست دې مشر نتنياهو د خپل سیاسي راتلونکي لټوونکی ياد کړی او ټرمپ یې د غزې د خلکو په وژنه کې شريک بللی دی.

    نوموړی وايي «حماس به هېڅکله تسليم نه شي، د ولس اراده به نه ماتوي، د تسليمۍ بيرغ به نه پورته کوي، خو د اشغال پر ضد به د فشار ټولې لارې کاروي».

    هغه همدا راز عرب او نورو مسلمانو مشرانو ته په خطاب کې ویلي «دا د شرم خبره ده چې د غزې خلکو ته له یوې نيمې مياشتې راهيسې نه ډوډۍ رسېږي او نه اوبه! ولې د نتنياهو غوښتنو ته تسليمېږئ؟ تاسې خو د فشار ډېرې وسیلې لرئ».

    مخکینۍ مقالهعطامحمد نور؛ د ولس په وینو تر تخته رسېدلی امپراتور
    راتلونکي مقاله بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت غيرمسؤولانه او د يوناما د ماموريت خلاف عمل دی

    مربوطه لیکنې

    حماس اسلامي غورځنګ: د سیمې هېوادونه دې پر ایران د روان تېري مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي

    14 مارچ 2026

    سپاه پاسداران وايي پر امريکايي او اسرائيلي اهدافو د توغنديو لګېدو کچه دوه برابره شوې

    14 مارچ 2026

    ايران تېره شپه د اسرائیل مهم نفوذ لرونکی مذهبي مشر مئير بير وژلی دی

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 مارچ 2026

    بلومبرګ: سویس د امریکا پوځي الوتکو پرمخ خپل هوایي حریم تړلی

    بلومبرګ راپور ورکړی، چې سوېس هېواد خپل هوايي حریم د هغو امریکايي پوځي الوتنو پر…

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلومبرګ: سویس د امریکا پوځي الوتکو پرمخ خپل هوایي حریم تړلی

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.