د ایران تسنیم خبري اژانس د عبري رسنیو په حواله لیکلي چې د غزې ښار په شمال بیت حانون سیمه کې د صهیونیستي رژیم دوه پوځیان چې یو یې قومندان و، په جګړه کې وژل شوي.
د یادې سرچینې د یو بل خبر له مخې تېره ورځ غزې ښار ته نږدې په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي پوځیانو په یو لېږدوونکي بس د ډزو په پېښه کې درې پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د غزې جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې پیل شوې، سلګونه صهیونیستي پوځیان پکې معیبوب، وژل شوي او ټپیان شوي دي.