Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په ملي مجمع کې د عمر داوودزي ټاکنې، درې ډلې له دغه مجمع جلا کېدو ته اړ ایستلې
    تورې څېرې

    په ملي مجمع کې د عمر داوودزي ټاکنې، درې ډلې له دغه مجمع جلا کېدو ته اړ ایستلې

    صابر افغانصابر افغان23 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د نجات لپاره ملي مجمع چې د خپل جوړښت له لومړیو ورځو یې په منځ کې اختلافاتو درز رامنځ ته کړ، لا پراخ شو او ورځ تر بلې د انشعاب له حالت سره مخ کېږي. ملي مجمع کې په لومړیو کې یې له دوی سره د ګڼ شمېر ډلو د یو ځای کېدو ادعا لرل، له هماغه وخته یو شمېر ډلو فاصله ورسره واخیستل او د بېزارۍ اعلان یې کاوه.

    کله چې د ملي مجمع لومړۍ ناسته وه، د مقاومت جبهې په استازیتوب فضل احمد معنوي له لومړیو د دغه شوری له جوړښت او تشکیل سره مخالفت پیل کړ، ځکه په لومړیو کې داسې هم تحلیل کېده چې دغه مجمع د مقاومت جبهې او احمد مسعود د نفوذ کمولو لپاره طرحه شوې وه، د دغه اختلافاتو په دوام د افغانستان د لویدیځي حوزې شوری او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د آزادۍ ملي ګوند مخالفت وکړ او د نبیل ګوند لار ترې جلا کړه، ورپسې په مجمع کې د حنیف اتمر له شتون سره اسماعیل خان او یونس قانوني مخالفت وښود، خو اختلافات تم نشول او تر نن ورځې یې راپورونه رسنیز کېږي.

    په تازه مورد کې د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند، د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او د یاسین ضیاء په مشرۍ آزادۍ جبهې له نیوکو او اندیښنو سره یو ځای له ملي مجمع څخه د جلا کېدو اعلان وکړ او نور د دغه مجمع غړیتوب نه لري.

    جمعیت ګوند او مقاومت جبهې په خپلو جلا، جلا خو یو ډول اعلامیه کې ویلي، چې د دغه مجمع له پیله، د مجمع په اړه جدي سیاسي او تخنیکي ملاحظاتو شتون درلود، همدا راز له تأسیس سره یې هم مهاله د جوړښت، پالیسیو او مدیریتي تګلارې په اړه اندیښنې لرلې، چې زموږ له نظره د یادو شویو ملاحظاتو نه رعایت کول نه د خلکو په ګټه دي او نه د سرپرست حکومت د مخالفو مطرحو جریانونو او سازمانونو د پیاوړتیا سبب ګرځي؛ دغه ډلې د سیاسي او تخنیکي دلایلو له امله له ملي مجمع سره نه دي.

    آزادۍ جبهې بیا په یوه جلا اعلامیه کې ویلي، چې هیڅکله د ملي مجمع غړي نه وو او په قاطعیت سره دا موضوع ردوي، خو هغه ډلو سره بیا ملګري دي، چې د سرپرست حکومت په وړاندې مبارزه کوي.

    په ملي مجمع کې د جمعیت، مقاومت او آزادۍ جبهې په نوم ډلو شتون د مجمع له پیله اعلان شوی و، خو ولې له دومره اوږدې خاموشۍ وروسته په دغه مجمع کې خپل شتون ردوي یا هم ترې د لار جلا کېدو اعلان کوي!؟ واقعیت دا دی چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داوودزی د ملي مجمع اجرایوي رئیس وټاکل شو، د نوموړي ټاکنه په دغه مجمع کې له مطرحو ډلو سره د اختلاف رامنځ ته کېدلو او انشعاب لامل ګرځېدلې.

    د یادو دریو ډلو جلا کېدل د محمد عمر داوودزي له ټاکنې سره د تازه راپورته شویو اختلافات لومړنی څرک دی، ښايي مجمع د انشعاب او پاشلتیا وروستي حد ته ورسېږي او نور له منځه لاړه شي، ځکه په وړاندې یې په رسنیو کې هم غبرګونونه شتون لري، تر دې چې ځینې ټولنیز فعالان او د نورو ډلو غړي په دغه مجمع تور پوري کوي، چې له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري او کار کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهتېر کال میدان وردګ ولایت کې ۵۰ بنسټیزې پراختیایي پروژې پلي شوې دي
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو شمالي وزيرستان کې د چاپي په نيت راغلو پوځيانو ته کمين ورکړی او درې تنه یې هلاک کړي

    مربوطه لیکنې

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    13 مې 2025

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    12 مې 2025

    د مقاومت جبهې ادعا؛ خو په عمل کې سیمه‌ییز انحصار او بهرنیو ته استغاثه

    11 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 13 مې 2025

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025

    بي‌بي‌سي: کینیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې ظاهر قدیر امریکا ته وسپاري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،932 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،862 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،849 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.