Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په نظامي ميدان کې د شر او فساد ډلې شکست
    لیکني

    په نظامي ميدان کې د شر او فساد ډلې شکست

    عمران آغاعمران آغا13 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: شمس الله شهیر

    افغانستان دا دی درې کاله پوره کېږي چې د يو بې نظيره او بې مثاله امنيتي حالت څخه د تيرېدو په حال کې دی؛ داسې بې شانه امنيت او وضعیت چې وروستۍ څو لسیزې یې ساری نه لیدل کېږي.

    خو ددې شته تاريخي امنیت د تداوم او ثبات له منځه وړلو لپاره د کال ۲۰۲۱ اګست له ۱۵ وروسته ځينو پردي پالو او د نورو لخوا روزل شويو پروژيي جواسيسو عملاً په بېلابيلو نومونو سره د شر او فساد ډلو اعلان وکړ.

    دوی ددې ډولو په اعلان سره د څو موخو ترلاسه کولو په لټه کې شول.
    ١. په سیمیزه او نړيواله کچه د ځان لپاره د سیاسي، نظامي او مالي ملاتړ ترلاسه کول.
    ٢. د ولس په مینځ کې د اسلامي نظام د مخالفو اشخاصو په ځان پورې تړل.
    ٣. په وروستيو څو لسيزو کې د بې نظيره امنیتي وضعیت له منځه وړل.
    ٤. د واک او قدرت ترلاسه کولو لپاره د بې وسه افغانانو د بچيو قرباني کول.
    ٥. د هيواد د امنيتي وضعيت له ګډوډولو سره د خپلو بادارانو موخو ته د عمل جامې ور اغوستل؛ او داسې نور بې شماره موخې…

    دوی د دې ټولو موخو او معادلو سره د يو څه په تحليل او وړاندوینې کې تېروتلي وو، چې ګواکې د ا.ا.ا لخوا به زموږ په وړاندې داسې په جديت او قوت سره غبرګون او عملي ميدان کې د ځپلو سنګر ونه نيول شي.

    دوی داسې درک کوله چې له غرو راښکته شوي، دا په حکومتوالۍ نه خبر خلک به شپږ مياشتې حکومتداري ترسره نشي کړای او همدارنګه د حکومت له کولو سره به ددې وړتيا هيڅ ونه مومي، چې د شر او فساد او نورو ډلو په وړاندې به عملي اقدامات ترسره کړي.

    خو د وروستۍ امپراتورۍ ماتوونکو چې د دوی غربي بادارانو ته یې د دوی په غلاميت کې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، د څو واک تږیو تنو مقاومت او په وړاندې یې خنډ جوړول به څه وو.

    ا‌.ا.ا په ډير قوت، قاطعيت او پرېکنده ګامونو سره د دوی ریښې، شومې موخې او په ګران هيواد کې د پرديو د موخو عملي کولو پلانونه په نطفه کې ور خنثی او د ابد لپاره یې د دوی انسجام له منځه یووړ.

    په دې قاطعيت او پرېکنده دریځ سره دا دی نن په اثبات رسېږي، چې خیالي د شر او فساد ډلې د هيواد په ټولې جغرافيايې کې يوه لوېشت ځمکه هم د دريو کلنو په تېرېدو سره نه لري.

    همدارنګه دوی که په هندوکش، اندارب او يا هم بلې ساحې د هيواد کې سر را پورته کړي، د ا.ا.ا وياړلي ځواک په ډېر قاطعيت او جديت سره دوی د خپل عمل په سزاء رسولي.

    افغانان داسې غیور او په اسلام مئین خلک دي چې په هېڅ صورت د شر او فساد په نوم ډلې ټپلې نشي زغملی؛ څوک چې د غرب په کاسه لویان شوي وي، یا د هغوی په اشاره او فرمایش دلته د شر او فساد په نامه فعالیت کوي، هېڅکله به د کامیابي لوری ونه ویني، هرو مرو به د افغانانو په لاسونو د دوی مرۍ قطع کېږي؛ هو! دلته د افغانانو په وړاندې نه شر دوام کولای شي او نه فساد.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهسره‌صلیب: سږکال ناچاوده توکو په چاودنو کې ۳۲۰ افغانانو ته مرگ‌ژوبله اوښتې ده
    راتلونکي مقاله اسلامي امارت؛ لاسته راوړنې او ګټې (2)

    مربوطه لیکنې

    پاکستان ته ګواښونه ولې او له کوم ځایه راجع دي؟

    15 اپریل 2026

    پاکستان؛ د وسلو د تولید او سوداګرۍ منظم مرکز او د سیمې لپاره ګواښ

    14 اپریل 2026

    پاکستان له کومو ګواښونو سره مخ دی؟

    14 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 15 اپریل 2026

    ایراني استخباراتو د دغه هېواد شپږو ولایتونو کې ۳۵ تنه د ترهګرۍ په تور نیولي

    د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتو په شپږو ولایتونو…

    د القاعدې پوځي څانګې سومالیا او بورکینافاسو کې پر حکومتي ملېشو بریدونه کړي

    15 اپریل 2026

    ‏ترکمنستان کې افغان سفیر د دې هېواد د نړيوال توريزم نندارتون کې ګډون کړی

    15 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ایراني استخباراتو د دغه هېواد شپږو ولایتونو کې ۳۵ تنه د ترهګرۍ په تور نیولي

    15 اپریل 2026

    د القاعدې پوځي څانګې سومالیا او بورکینافاسو کې پر حکومتي ملېشو بریدونه کړي

    15 اپریل 2026

    ‏ترکمنستان کې افغان سفیر د دې هېواد د نړيوال توريزم نندارتون کې ګډون کړی

    15 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،177 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.