د نیمروز ولایت سیمه ییز مسولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۵۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي، چې له پاکستان او ایران څخه په تېر څو میاشتو کې وارد شوي و او د نمیروز ولایت په ګمرګ کې نيول شوي و، تېره ورځ د یوه پلاوي پر وړاندې وسوځول شول.
د نمیروز ولایت والي شیخ محمدقاسم خالد د یادو توکو د سوځولو پر مهال وویل: ” زه د ټولو ملي سوداګرو او د دې ولایت اوسېدونکو څخه غواړم، چې تاریخ تېره او قاچاقي توکي له نورو هېوادونو څخه وارد نه کړي، موږ دغه چاره بار بار متوقف کړې ده او له ټولو دا ځل جدي غوښتنه کوم چې د داسې عمل څخه لاس په سر شئ”.
نوموړي زیاته کړه، چې تاریخ تیره مواد او نشه یي توکي په مطلق ډول منعه دي، ټول ادارو مسولین مکلف دي، چې په یاده برخه کې جدي پاملرنه وکړي او اقدام دې ترسره کړي.
ښاغلي خالد یو ځل بیا هم تاکید وکړ، چې په دغه ولایت کې دې ټول تاریخ تېره توکي راټول او له منځه دې ویوړل شي او هغوی چې د تاریخ تیره توکو پر وړاندې بې پروایي کوي او پر خلکو یې پلوري، دوی سره دې قانوني چلند وشي.ج