د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نوی قانون لاسلیک کړی چې له مخې به یې د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لست څخه د طالبانو (اسلامي امارت) د نوم ویستلو ته شرایط برابروي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې دا قانون چې روسیې د حقوقي معلوماتو په ژورنال کې خپور شوی، د روسیې قضايي ادارو ته اجازه ورکوي چې د لوی څارنوال په غوښتنه او د اړوند سازمان له خوا د ترهګریزو کړنو د بندېدو په صورت کې د لنډ مهال لپاره پرې بندیزونه لرې کړي.
تر دې وړاندې د روسیې قانون د ترهګرو سازمانونو د بندیز د ځنډولو لپاره کوم ځانګړی مېکانېزم نه درلود، دا نوی مېکانېزم به په دې برخه کې قانوني تشه له منځه یوسي او د دغه هېواد د ممنوعه ډلو پر نوملړ بیاکتنې ته لاره برابره کړي.