شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د افغانستان سرپرست حکومت، د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین د غزې خلکو د جبري کډوالۍ او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې دغه عمل له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي چې، غزه د فلسطین خاوره ده او هیڅوک د هغوی د برخلیک د ټاکلو حق نهلري.سرپرست حکومت پر دې باور دی چې دا ډول پلانونه نه یواځې د صهیونیستي رژیم د شومو اهدافو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي لامل ګرځي.یاد وزارت د نړۍ په نفوذ لرونکو او عدالت غوښتونکو هېوادونو غږ کړی، چې د دغو دسيسو په وړاندې د متحد او عملي دريځ په خپلولو سره د فلسطين د خلکو له حقوقو ملاتړ وکړي.
د دفاع وزارت مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي12 اکتوبر 2026
د کورنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره پر امنیت او سیمهییز ثبات خبرې کړي12 اکتوبر 2026