د پکتيا مرکز ګرديز ښار په مرکزي چوک کې سلګونه عام وګړي راټول شوي او په پاکستان له بريد ورسته له ډيورنډ فرضي کرښې څخه راستانه شويو افغان امنيتي ځواکونو ته یې د ښه راغلاست مراسم نيولي او په غاړه کې ګلان وراچوي.
ياده دې وي چې افغان سرحدي ځواکونو پرون شپه په ځوابي بریدونو کې له ډيورنډ فرضي کرښې هاخوا د داعش ډلې مرکزونه او د پاکستان پوځ پوستې په نښه کړې او درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله.