د پکتیا امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په ډنډ پټانن او میرزکې ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو د بیت المال یو شمېر وسلې کشف او تر لاسه کړې دي.
له امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترورېزم ضد امریت منسوبینو په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۳۱۴ د پېکا مرمۍ او په میرزکې ولسوالۍ کې یو میل راکېټ او یو میل کلاشینکوف تر لاسه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د بیت المال دغه اجناس تر فتحې وروسته په کورونو کې په ناقانونه توگه ساتل کېدل، چې امنیتي ځواکونو لاسته راوړل.
له ډیورنډ فرضي کرښې سره په نږدې سیمو کې وخت نا وخت د وسلو د نیول کېدو، قاچاق د مخنیوي او نورو په اړه راپورونه ورکول کېږي؛ خو تر دې مهاله د یادو وسلو د ساتنې، قاچاق او پلور په اړه څوک علني محاکمه شوي نه دي.
دوې ورځې وړاندې د پکتیا په څنگ لوري ولایت خوست کې هم د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي وو، چې په گربزو او ځاځي میدان ولسوالیو کې یې یو میل پېکا، دوه میله کلاشینکوفونه، یو تومانچه، یو اندازه نارنجک مرمۍ، یو ضرب راکټ، د کلاشینکوف شاجورې او نور مهمات نیول شوي دي.