د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د پکتیکا د نعمت‌اباد ولسوالۍ اړوند په ماشین کلي کې د یو چیکډیم جوړولو چارې پیل شوې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په یاد چیکډیم څه‌باندې دوه مېلیونه افغانۍ لگښت راځي.: «د پکتیک په نعمت‌اباد ولسوالي کې د ماشین کلي چیکډیم د جوړولو چارې د دوه مېلیونه، یو سلو نه ویشت زره، یو سل او شپیتهٔ (2129160) افغانیو په لگښت د پکتیکا گومل سیندیزې فرعي حوزې او د قراردادي شرکت استازو، د نعمت‌اباد ولسوال او د یاد کلي قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.»

د خبرپاڼې له مخې، یاد چیکډیم د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لگښت جوړېږي، چې ۴۰متره اوږدوالی، د ځمکې له سطحې څخه د ۴ متره په لوړوالي، په بېخ کې د ۴.۴ متره او په سر کې د ۰.۸ متره سور سره د دوو میاشتو په موده کې جوړېږي، چې د ۲۴۲۴۱.۸ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په گڼو ولایتونو کې د وچکالۍ د مخنیوي او بزگرانو ته د کال په ټولو فصلونو کې د اوبو رسېدو په موخه په لسگونه چیکډیمونو کار روان دی، چې په نږدې وخت کې به گڼ چیکډیمونه گټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version