یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړي، چې په چین کې پر امریکایي ښوونکو برید شوی دی.
د “نیوز ویک” خبري اژانس د راپور له مخې د چین په “جیلین” ښار کې څلور امریکایي ښوونکو باندې برید شوی او په چړو سره وهل شوي دي.
په راپورونو کې ویل شوي، چې د ښوونکو له جملې یو یې د امریکا متحده ایالاتو د استازو د جرګې د غړي “ادام زابنر” ورور “ډېوېډ” دی، دوی په چاقوګانو او چړو وهل شوي او ټپیان شوي دي.په راپورونو کې زیاته شوې: “پېښه پرون دوشنبې د جون په ۱۰ مه هغه مهال رامنځته شوې، چې دغو ښوونکو په جیلین ښار کې له یو پارک څخه لیدنه کوله”.
د حملې د څرنګوالي او د حمله کونکي د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په چین کې داسې مهال په امریکایي اتباعو د چړو او چاقوګانو برید کېږي، چې د امریکا او چین تر منځ په ټاپو کې پروت هېواد “تایوان” پر سر ناندرې روانې دي او ان ځینې وخت یو او بل ته ګواښونه هم کوي.