د افغانستان برښنا شرکت رييس ډاکټر عبدالباري عمر د افغانستان د برښنا شرکت او د ايران د برښنا رسونې(توانير) ملي شرکت ترمنځ په انلاين غونډه کې ويلې چې، افغانستان اوس مهال پنځه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
د برښنا شرکت د خبرپاڼې پر بنسټ ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، دمګړۍ هېواد کې ۹۶۰ میګاواټه برېښنا شته، چې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ میګاواټه له کورنیو سرچینو تولیدېږي.
ښاغلي عمر زياته کړې، چې د انرژۍ د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره ډېر وخت او پانګې ته اړتیا ده، خو په خبره یې د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي چې د باد، لمر، تودوخي او اوبو له سرچینو د برېښنا د تولید په برخه کې نوره پانګونه وکړي.
همدارنګه ښاغلی عمر وايي، د ترکیې، چین او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونه دې ته لېواله دي چې، هېواد کې د انرژۍ پر تولید پانګونې وکړي.
ډاکټر عبدالباري عمر د برښنا په برخه کې تر کار لاندې پروژو ته په اشارې وېلي، دا مهال د کجکي، سروبي او نغلو بندونو، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزو او ټاپ په ګډون په لویو پروژو کار روان دی چې، په بشپړېدو سره به یې ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا له هراته کابل ته او ۲۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.