بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان اسلامي امارت له لوري د ازبکستان هېواد لپاره ټاکل شوی سفیر شیخ عبدالغفار بحر یاد هېواد ته رسېدلی او په لنډو ورځو کې به خپلې رسمي چارې پیل کړي.
بهرنيو چارو وزارت دا خبر داسې مهال ورکوي چې څه موده وړاندې د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي استانبول کې په خپلو خبرو کې وېلي وو چې اسلامي امارت به ډېر ژر مهم ډيپلوماتيک پرمختګونه ولري.