د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني طالبانو لهخوا د پولیسو پر موټر بمي چاودنه شوې، چې له امله یې درې پولیس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، د پاکستان پوځ او پولیس په دې وروستیو کې په دېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ له پرلهپسې بریدونو سره مخامخ دي او نږدې هره ورځ د مرګژوبلې شاهد وي.