نن ماسخوتن شاوخوا نهه بجې د کابل ښار په اتمه حوزه کې د شر او فساد دوه غړي له منځه وړل شوي.
عيني شاهدانو هندوکش غږ ته وویل، چې د شر او فساد ډلې دوو غړو د اتمې حوزې اړوند د پولیسو یوې پوستې ته لاسي بمونه وغورځول؛ خو پولیسو پرې سملاسي ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د شر او فساد دواړه غړي له منځه یووړل شول، یو لاسي بم او یو میل تومانچه هم ترې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلل.
ددغو شاهدانو په خبره، په پېښه کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو د شر او فساد دواړه غړي وژل شوي دي.