Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل کې د ۱۱ چکډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې
    افغانستان

    کابل کې د ۱۱ چکډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې

    صابر افغانصابر افغان23 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په کابل ولایت کې د څه باندې ۳۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۱ چکډیمونو د جوړولو چارې پیل شوې.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ۱۱ چکډیمونه د کابل په ۱۱ ولسوالیو کې جوړېږي.

    په خبرپاڼه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د چارسمبالي وزیر عبدالطیف منصور له قوله ویل شوي، چې د دغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو مدیریت، د کرنیزو اوبو چمتو کول او د ځمکې لاندې اوبو پیاوړي کېدل دي.: «ټولټال ۱۱ پروژې به د کابل ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پلي شي، چې د میربچه کوټ په ولسوالي کې د سیاب بالا چکډیم له دې مجموعې څخه لومړۍ پروژه ده.»

    په خبرپاڼه کې د کابل والي ملا امین الله عبید له قوله ویل شوي، د خوښۍ ځای دی چې نن افغانستان د کورنیو امکاناتو او د دې وطن د بچیانو په هڅو سره د ابادۍ او سوکالۍ په لور روان دی.

    د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رئیس حبیب الرحمن حقپال د یادو پروژو له پلي کوونکو غوښتي، چې د پروژو کیفیت دې پوره پام وکړي.

    د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د اوبو او انرژي وزارت له لوري د کابل ولایت په دریو ولسوالیو کې د چکډیمونو د درې پروژو چارې پیل شوې وې، چې له هغې جملې څخه په گلدرې ولسوالۍ کې یوه پروژه بشپړه او په خاک جبار او سروبي ولسوالیو کې دوې نورې پروژې تر کار لاندې دي.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې یو کس د خپلې کورنۍ ۳ غړي وژلي
    راتلونکي مقاله مسکو برید: د مرګ ژوبلې شمېر ۱۶۰ ته ورسېد

    مربوطه لیکنې

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025

    د عامې روغتیا وزارت: ‏د پنجشېر ولایت حصه اول ولسوالۍ د سفید چهر ۲۰ بستریز روغتون د بیارغونې چارې بشپړې شوې

    2 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 3 جولای 2025

    د بادار د ملاتړ له توهم څخه د ملت د استازیتوب تر دعوې؛ د مقاومت شوری اعلامیې ته یوه کتنه

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بادار د ملاتړ له توهم څخه د ملت د استازیتوب تر دعوې؛ د مقاومت شوری اعلامیې ته یوه کتنه

    3 جولای 2025

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،910 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،903 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.