د عامې روغتیا وزارت وايي، په کندوز کې یې دوې روغتیايي پروژې گټهاخیستنې ته سپارلې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندوز په حوزوي روغتون کې د څهباندې ۶۰۰زره امریکايي ډالرو په لگښت دوې پروژې ( لابراتوار او د کتلوي معافیت ودانۍ) گټهاخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندوز حوزوي روغتون د مسوولینو په وینا، دغه روغتیایي مرکز کې د کندوز ترڅنگ د تخار، بدخشان او بغلان اوسېدونکو لپاره هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي، دغه لابراتوار د UNDP په مالي مرسته د ۳۳۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی، چې له دې وروسته به پيسيار، کانگو، کرونا او نور معاینات په دغه لابراتوار کې کېږي.
نوموړي ویلي، د کتلوي معافیت ودانۍ د یونیسف په مالي مرسته په ۲۹۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت جوړه شوې، چې د واکسینونو د ساتلو او خدمتونو په برخه کې یوه مهمه لاستهراوړنه گڼل کېږي.
کندوز په شمال کې پروت ولایت دی، چې له تاجیکستان سربېره له بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو سره نښتی دی.