Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کورنيو چارو وزارت تېر کال د امنيت ټينګښت، د قاچاق مخنيوي، نشه يي توکو سره مبارزه او نورو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري
    افغانستان

    کورنيو چارو وزارت تېر کال د امنيت ټينګښت، د قاچاق مخنيوي، نشه يي توکو سره مبارزه او نورو برخو کې مهمې لاسته راوړنې لري

    عمران آغاعمران آغا27 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کورنیو چارو وزارت مسئولینو د امارتي ادارو د يو کلونو لاسته راوړنو د تشريح په خبري کنفرانس کې وویل: اوسمهال د وزارت ټول فعالیتونه د ستراتېژیک پلان په اساس تنظیم او مدیریت کېږي. د عامه نظم او امنیت د ټینګښت په موخه، د اسلامي امارت د مشرتابه فرمانونه، د محکمو پرېکړې او د وزارت د رهبرۍ لارښوونې، پر وخت تنفیذ او عملي کېږي.

    د وزارت مسئولینو زیاته کړه، چې له څلور لسیزو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د سرتاسري امنیت شاهد دی، خلک په خوندي او ډاډمنه فضاء کې ژوند کوي، په ډاډه زړه او ارام ذهن له یوه ولایت څخه بل ولایت ته سفر کوي.

    د امنیتي ځواکونو د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د هېواد په سطحه، د جرمونو په کچه کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. لکه څنګه چې په وروستي یوه کال کې د اختطاف د ۳۸ پېښو په اړه خبر ورکړل شوی او امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې ۲۵۰ عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې ۷۶ تنه سړي تښتوونکي نیول شوي او ۳۴ تنه نور یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

    د مسئولینو په وینا، تېر کال کې د ملي پولیسو د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د هېواد په کچه، لوی مذهبي مراسم او ناستې او ملي او مناسبتي ورځې په بشپړ امنیت کې تر سره شوي، چې هېوادوالو په پوره ډاډ سره پکې ګډون کړی دی.

    په همدې ډول، د اقتصادي او پراختیایي پروژو د امنیت ټینګښت، د پانګونې لپاره زمینه برابرول، د هېواد د سرحدي پولو ثبت او ارزونه، هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول او متوازن انکشاف، په تېر یوه کال کې د وزارت له عمده لاسته راوړنو څخه دي. د یادونې وړ ده، چې د وروستي یوه کال پر مهال ملي پولیسو د ۷۰ زېربنایي پروژو ساتنه کړې ده.

    مسئولین زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو د مسلکي کېدو او پیاوړتیا برخه کې اساسي ګامونه اوچت شوي، د ملي پولیسو ښوونیز مرکزونه په ښه ډول تجهیز او ملي پولیس اوسمهال د شریرو عناصرو، د هر ډول شومو موخو او پلانونو د شنډولو وړتیا لري. دغه راز، په تېر کال کې ۴۵۰ تنه محصلین د لېسانس په کچه، د کمیسارۍ او داخل خدمت له پروګرامونو څخه فارغ شوي، د ۳۲۵ ښځو په ګډون، ۶۷۳ تنو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې برخه اخیستې، ۲۴ زره تنو اساسي، اختصاصي او ساتنمني زده کړې کړي او اوسمهال ۳۲ زره تنه په زده کړو بوخت دي. ۲۰۵۱۵ تنه د افسرۍ او ۱۵ زره او ۶۰ تنه د ساتنمنۍ په بستونو کې ګمارل شوي، همدارنګه ۳۵۵۸۴ سرتېري هم د امنیتي ځواکونو لیکو کې جذب شوي دي.

    د وزارت مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په صادرېدو سره، د نشه یي توکو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه، جدي اقدامات تر سره شوي، د هېواد په کچه د کوکنارو کښتونه له منځه وړل شوي، روږدي کسان تر درملنې لاندې نیول شوي او د یادې پدیدې له عاملینو سره جدي او قانوني چلند شوی دی.

    د کورنیو چارو وزارت چارواکو څرګنده کړه، چې په وروستي یوه کال کې ۳۶۴۳ ټنه بېلابېل نشه یي توکي کشف او ترلاسه شوي، د نشه یي توکو، الکولي مشروباتو او نشه راوړونکو ټابلېټونو د تولید او پروسس ۷۹۰ کارخونې له منځه وړل شوي، ۱۰۵۶۴ شکمن کسان نیول شوي، ۲۷۸۹۱ روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي او ۱۷۶۵۱ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.

    د وزارت د مسئولینو په خبره، په تېر کال کې د هېواد په هوایي ډګرونو کې د ۱ میلیون او ۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، ۴ میلیونه او ۸۳۰ زره سعودي ریالو او ۱۰۰ زره درهمو، له قاچاق څخه مخنیوی شوی دی. د دې ترڅنګ، ۳۴۴ کیلوګرامه نشه یي توکي او څه باندې یو کیلوګرام سره زر هم کشف او ترلاسه شوي دي او له دې پېښو سره په تړاو ۵۹۱ تنه هم نیول شوي دي.

    همدار راز مسئولین زیاتوي، چې د خدمتونو وړاندې کول لکه د پاسپورټونو او ترافیکي اسنادو وېش، د طبیعي پېښو قربانیانو ته رسېدنه، د جرمونو کموالی او د وسلو او وسایطو قانوني کول، د تېر کال په اوږدو کې د دغه وزارت له مهمو کړنو څخه دي.

    د مسئولینو په وینا، وروستي یوه کال کې په ټولیز ډول ۱ میلیون او ۷۴۵ زره پاسپورټونه وېشل شوي. پر دې سربېره ۵۰۰ زره راسته اشترنګ موټر په سیستم کې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۲۵۰ زره موټرو ته موقتي پلېټونه وېشل شوي او د موقتي پلېټونو د وېش لړۍ لا هم روانه ده.

    د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د والیانو او لوړپوړو مسؤلینو په ګډون، د همغږۍ غونډه ترسره شوې، چې په کې د مرکزي او ولایتي ادارو ستونزې اورېدل شوي او د محلي حکومتولۍ د پیاوړتیا، غوره خدمتونو وړاندې کولو او له خلکو سره د ښې همغږۍ د تامین په موخه، اړینې لارښوونې شوي دي.

    مخکینۍ مقالههېواد کې د افغان پوست شرکت ۴۷۰ مرکزونه فعال دي
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلې باغيان او نړيوال جاسوسي سازمانونه.

    مربوطه لیکنې

    د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۸ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

    13 اپریل 2026

    افغان ځواکونو د کونړ منورې ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر یوې پوستې ځوابي بریدونه کړي

    13 اپریل 2026

    افغان ځواکونو کونړ کې پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر یوې پوستې ځوابي برید کړی

    13 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 13 اپریل 2026

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    العربیه راپور ورکړی، چې د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د “زامفارا” ایالت په یوه…

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026

    فوربز امریکایي مجله: چین په جنوبي چین سمندر کې له جګړې پرته بشپړ ټاپو لاندې کړی

    13 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    13 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026

    فوربز امریکایي مجله: چین په جنوبي چین سمندر کې له جګړې پرته بشپړ ټاپو لاندې کړی

    13 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.