شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کورنیو چارو وزارت وایي، د بغلان امنیه قومندانۍ، جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار په اړوندو سیمو کې د غلو اته کسیزه وسله واله ډله نیولې.د یاد وزارت په وینا، امنیتي ځواکونو له دغې ډلې ۶۰۰ زره افغانۍ، یو عراده موټر، دوه میله توفنګچې، یو میل چرهییز ټوپک، څلور ګرځنده مبایلونه او نور د غلا توکي ترلاسه کړي دي.ویل شوي، چې غلا شوې پیسې او جنسونه د اسنادو او شواهدو له کتلو وروسته بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي او د یادو توکو مالکان د امنیتي ځواکونو له هڅو په مننې د دوی هلې ځلې ستایلي دي.
افغانستان کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه2 اگست 2025
میرویس عزیزي: زه په افغانستان کې د سیاسي موقف په لټه کې نه یم؛ یواځنۍ موخه مې د هېواد د صنعت او اقتصاد پرمختګ او د هېوادوالو سوکالي ده2 اگست 2025