له نن ۲۳ کاله مخکې (د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۷مه) د امریکا په مشرۍ نړۍوال ایتلاف پر افغانستان برید وکړ او د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه یې پیل کړه.
واشنګټن هغه مهال ویلي و چې د سپتمبر یوولسمې پېښې د عاملینو لمنځه وړلو په موخه یې پر افغانستان برید کړی دی.
د امریکا په دغه ۲۰ کلنه جګړه کې چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۱مه پای ته ورسېده نږدې دوه نیم زره امریکایي سرتیري و وژل شول.
هېره دې نه وي چې اسلامي امارت په یواځې ځان، د خلکو په همکارۍ ناټو ځواکونو ته سخته ماتې ورکړه، د امریکا له ماتې وروسته اوس هر کال د زمري ۲۴مه په هېواد کې د آزادۍ ورځ نمانځل کېږي.