د آریانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی، چې د ټکټونو په خرڅلاو سيستم کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یې د اکاونټ جوړولو بیه ۷۵ سلنه راټيټه کړې.
د معلوماتو له مخې، اوس ټول سیاحتي شرکتونه کولای شي د مسافرینو د ټکټونو د خرڅلاو لپاره د آریانا یوزر اکاونټ په هېواد کې دننه د ۵۰ زره افغانیو او له هېواده بهر د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې جوړ کړي.
د دې پرېکړې موخه سیاحتي شرکتونو ته د اسانتیاوو برابرول او د آریانا افغان هوايي شرکت د ټکټونو د خرڅلاو بهیر ته پراختیا ورکول ښودل شوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د یاد اکاونټ د جوړولو بیه په هېواد کې دننه دوه لکه افغانۍ او له هېواده بهر یې معادل ټاکل شوې وه.


