تحلیل – دویمه برخه
لیکوال: خلیل رهنورد

له مقاومت جبهې سره اختلافات:
په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو سره هم مهاله د احمد مسعود په مشرۍ، د مقاومت په نوم جبهه رامنځته شوه او په پنجشیر ولایت کې یې تر څو ورځو مقاومت وکړ، چې بالاخره د ډېرو غړو په وژل کېدو او د ځینو په تېښتې سره د هېواد په داخل کې له منځه ولاړه؛ له دې وروسته د یاسین ضیاء په مشري، آزادۍ جبهه هم رامنځته شوه او له هېواد بهر یې خپل فعالیتونه پیل کړل.

دا چې په لومړیو کې لا هم ځینې غربي یا شرقي هېوادونه، یا د هغوی اړوند ځینې خاص ګوندونه په افغانستان کې د مخالفتونو او وسلوالو نښتو د دوام ملاتړي وو، نو له همدې امله یې د مقاومت جبهې څه ناڅه ملاتړ کاوه، چې لا هم کافي نه و، آن د دغه ډلې د مشرانو شخصي لګښتونه یې هم نه پوره کول. پر دې سربېره چې آزادۍ جبهې ورځ تر بلې پر سیاسي سټېجونو او په ټولنیزو رسنیو کې ځان مطرح کاوه، د مقاومت ډلې د مشرانو دغه شخصي ګټې یې له خطر سره مخ کړې، ځکه د بهرنیو ملاتړو لپاره یوه بله ډله هم پیدا شوه، چې د دوی لپاره نیابتي جګړه وکړي.

دغه دواړو ډلو په افغانستان کې حاکم اسلامي نظام خپل ګډ دښمن باله، خو ترمنځ یې د بهرني ملاتړ، افرادو، نفوذ او ونډې پر سر ژور سیاسي اختلافات رامنځته شول، دواړو ځان د یو بل مقابل وګڼل، دغه مخالفتونه تر سختو بې باوریو، لفظي شخړو او بیا تر فزیکي حذف پورې ورسېدل، چې څرګند مثالونه یې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې مشاهده شول. وروستی مثال یې په ایران کې د یو پخواني جنرال اکرام الدین سریع وژل کېدل و.

دا چې د مقاومت او آزادۍ ډلو تر منځ د بانفوذه افرادو پر سر له لومړیو جنجالونه موجود وو، نو آزادۍ جبهې د مقاومت جبهې په منځ کې یو شمېر جاسوسان ګومارلي وو، ترڅو مهم افراد له مقاومت جبهې څخه آزادۍ جبهې ته جذب او بېلابېل مسؤلیتونه ور وسپاري، چې له ډلې یې د مقاومت جبهې په منځ کې د قاري عیسی محمدي جاسوسي هم د یادولو وړ ده، چې هندوکش‌غږ یې څه موده وړاندې له عبدالستار حسيني سره د غږیزو مکالمو او پیغامونو ثبتونه خپاره کړي وو.

د مقاومت او آزادۍ ډلو تر منځ، د پردې تر شا ګڼ شمېر نور اختلافات هم له مخکې د پورتنیو مسایلو پر سر رامنځ ته شوي وو، خو د ویانا په پنځمه ناسته کې چې اصلاً یوه تبلیغاتي ناسته وه، د احمد مسعود او یاسین ضیاء له خوا جوړه شوې وه، څو ظاهراً ځانونه متحد ښکاره کړي، مګر د همدې ناستې په جریان کې هم د بیرغ پر سر لفظي شخړه رامنځته شوې وه او بیا د ناستې له خلاصېدو وروسته د مقاومت ډلې مطبوعاتي فعالانو د یاسین ضیاء توهین وکړ.

د مقاومت ډلې ټولنیزو فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې یاسین ضیاء ته پوچ الفاظ وکارول؛ دغه ناستې د ځینو فعالانو نیوکې هم را پارولې وې، پر یاسین ضیاء یې ګڼ شمېر تورونه پورې کړي وو، د نوموړي د تېر ناکام ژوند په اړه یې ځینې مرکې او موضوعات مطرح کړي وو او هغه یې یو خاین، غلام، چاپلوس، وحشي او بې باوره شخص مخاطب کړی و.

ځینو فعالانو بیا د ویانا په ناسته کې د نوموړي ګډون د پرځېدلي جمهوریت د خاینو څهرو بیا احیاء ګڼلې وه او پر هغه یې تور پورې کړی و چې د مقاومت جبهې بیرغ یې د حمدالله محب او اشرف غني په دستور لیرې کړی دی؛ دا په داسې حال کې ده چې د مقاومت ډلې غړو له دغه ناستې وړاندې هم پر یاسین ضیاء د حمدالله محب او اشرف غني د چاپلوسۍ او پلویتوب تورونه پورې کړي وو.

د یادو ډلو ترمنځ بې باوري او ژور اختلافات د دې لامل شوي، چې په خپلو منځونو کې سره بوخت شي او له خپلو اهدافو او فعالیتونو یې تمرکز، هدفي وژنو او خپل منځي ناندریو ته واوړي. د بې باورۍ او خپل منځي ناندریو یو بل څرګند مثال یې د هندوکش‌غږ له خوا د یاسین ضیاء هغه خپور شوی شفري غږیز پیغام هم ګڼلی شو، چې د خیانتونو او نورو مسایلو په اړه یې څرګندونې پکې کړې وې.

له پاکستان سره اړیکې:
د افغان حکومت مخالفي ډلې، له هېواد بهر د فعالیتونو له پیلولو سره د نړۍ له زبرځواکونو سره د اړیکو رامنځته کولو په هڅه کې وې، د نړۍ ځینو هېوادونو هم څه نا څه مالي او استخباراتي مرستې ورسره وکړې، خو د دغه ډلو د خپل منځي اختلافاتو، اختلاس او فساد له امله یې هیڅ ځای ونه نیو. په بل اړخ کې بیا افغان حکومت له شرقه تر غربه، د ټولو هېوادونو سره د تعاملاتو لړۍ وغځول، چې دې کار په تدریج سره ډېری هېوادونه د مخالفینو له ملاتړ څخه پر شا کړل، آن له خپلو هېوادونو یې وشړل، یا یې د دوی پر سیاسي فعالیتونو محدودیتونه وضع کړل.

د افغان حکومت او پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ له نږدې یو – دوه کلنو کړکېچنو تحرکاتو او اړیکو له امله، پوځي رژیم د بیلابېلو هغو لارو چارو د ترسره کولو هڅه وکړه، چې له لارې یې افغان حکومت یا افغانستان وګواښل شي. د نیو لاینز په نوم د يوې نړیوالې ورځپاڼې په يوه مقاله کې لیکل شوي وو، چې پاکستان په خاموشۍ سره په افغانستان کې د نویو نیابتي ډلو د استخدام په لټه کې دی.

ورځپاڼې ليکلي وو، چې پاکستانی رژيم د افغان حکومت له مخالفینو سره د اړیکو د بیا را ژوندي کولو هڅې کوي، چې د لیکوال په وینا، په دې نيابتي ډلو کې د آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیاء او د سیاسي اړیکو مسؤل داود ناجي هغه څوک دي، چې ښايي پاکستان یې ملاتړ وکړي. وروسته یې لیکلي، چې اسلام آباد په خاموشۍ سره د افغان حکومت مخالف شخصیتونه غږوي او (د ۲۰۲۵م کال) د اکټوبر په پیل کې خو یې حتی‌ (د یوې غونډې په ترڅ کې) د دوی کوربه توب هم وکړ.

ورځپاڼې زیاته کړې وه، چې د افغان حکومت او پاکستاني رژيم ترمنځ کړکېچ د ياسين ضیاء په مشرۍ آزادۍ جبهې ته له پاکستانه د ګټې اخيستو ښه فرصت برابر کړی او داسې آوازې هم دي، چې یاسین ضیاء په پاکستان کې خپل دفتر پرانیستی دی. د ورځپاڼې دې راپور څرګنده کړه چې یاسین ضیاء له نورو ټولو هېوادونو څخه تر ناهیلۍ وروسته ګاونډي پاکستان ته مراجعه کړې او هڅه کوي د دغه هېواد د ګټو لپاره وجنګېږي.

د ۲۰۲۵م کال په اکټوبر کې اسلام‌ آباد د یو شمېر پخوانیو سیاسیونو او مخالفو ډلو د استازو، فعالانو او غړو کوربه و، دا کوربه توب چې د يو پوښښي استخباراتي بنسټ له خوا پلان شوی و، موخه یې د آزادۍ جبهې په شمول د نورو مخالفو ډلو سره د اړیکو پراختیا او د پاکستان له ګټو سره د همغږو فعالیتونو رامنځته کول وو. د دې ټولو شواهدو او راپورونو پر بنسټ ویلی شو چې آزادۍ جبهه د پاکستان د نظامي استخباراتو له سرویس(آی‌ایس‌آی) سره نږدې اړیکې لري او دا مهال یې تر ملاتړ لاندې مخالفت ته دوام ورکړی دی.

سمبولیک سیاسي فعالیتونه او مشروعیت:
د آزادۍ جبهې مشران او د پرېکړو شبکې له افغانستان بهر اوسېږي، همالته پرېکړې کوي او تصمیمونه نیسي. په سیاسي علومو کې، بهر مېشتې مخالفې ډلې هغه مهال مشروع ګڼل کېږي چې لاندې شرایط پوره کړي(البته په دې برخه کې شاید ځینې نور شرایط هم وي، خو ما ته د بدیلتوب د ادعا کوونکي جریان لپاره دا موارد مهم ښکاره شول):
۱: د مشروعیت سرچینه یې اسلامي شریعت وي؛ خو که مخالفې ډلې یوازې نړیوال معیارونه په نظر کې نیسي، نو باید په هېواد کې دننه واقعي ټولنیز، فکري یا سیاسي ولسي ملاتړ ولري.
۲: د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا، وحدت او استقلال ته ژمنتیا ولري.
۳: د نورو هېوادونو له مالي، سیاسي او بل هر راز نفوذ څخه خلاص وي؛ یعنې په تصمیم نیونه کې یې بهرني هېوادونه یا د هغوی سیاسي دریځونه دخیل نه وي.
۴: د راتلونکې لپاره د هر څه په اړه واضح اساس، تګلاره او لید ولري، ترڅو د بدیل ادعا یې درسته وي.
۵: مشران او مسؤلین یې په جنایاتو او فساد ککړ نه وي او د ناوړه سابقې لرونکي نه وي.
۶: له حاکم نظام سره ټولې سوله ییزې او د پخلاینې لارې تړل شوې وي.

خو په پورته شرایطو کې آزادۍ جبهه کاملاً پاتې راغلې ده، ځکه دغه ډله د ولس په منځ کې حضور نه لري، بلکې یوازې له بهره په ټولنیزو رسنیو کې پر نامعلومو اکاونټونو فعالیت او په بهرنیو ښارونو کې د څو تښتېدلو راټولېدنې او ناستې د مشروعیت لپاره دلیل ګڼي، ځمکنۍ بشپړتیا، استقلال او وحدت ورته ارزښت نه لري، بلکې همېشه یې هڅه دا وي چې خپل هېواد د نورو په لمن کې په نه څه ور واچوي. دغه ډله د بهرنیو هېوادونو او استخباراتي کړیو له خوا تمویلېږي، له همدې امله یې ټول تصمیمونه له بهرنیو سیاستونو متأثره شوي دي.

دغه ډله همدا راز د راتلونکې لپاره واضحه تګلاره، اساس او لید نه لري، بلکې تنها یې د «مخالفت» نقاب اغوستی دی، د دغه ډلې مشران په بشر ضد جنایاتو، فساد او ملي خیانت ککړ دي، ناوړه سابقه لري او نږدې دوه لسیزې یې د جمهوریت ترخه دوره پر افغان ولس تپلې وه، همدا راز افغان حکومت د ټولو مخالفو ډلو په وړاندې د پخلاینې، عفوې او وحدت دروازه خلاصه کړې ده، ترڅو په آرامه ژوند وکړي او د نورو سلګونو پخوانیو چارواکو په څېر د نوي حکومت ترڅنګ، د هېواد رفاه او پرمختګ ته کار وکړي، خو آزادۍ جبهه له دې هر څه سربېره سیاسي مخالفت کوي او د وسلوال جنګ شعارونه بدرګه کوي.

کله چې مخالفې ډلې د مشروعیت له ننګونې سره مخ شي، نو بیا یې فعالیتونه یوازې سمبولیکه سیاسي بڼه خپلوي. آزادۍ جبهه هم له همدې ننګونې سره مخ ده، چې له امله یې فعالیتونو یوازې مطبوعاتي او سمبولیکه سیاسي بڼه خپله کړې ده، پر اعلامیو، د ویانا په څېر تبلیغاتي او د دوه ډلو په جوړه شوې ناسته او خیالي وعدو یې اکتفاء کړې ده.

د تحلیل خلاصه:
له ۱۴۰۰ هـ ل کال وروسته، هغه سیاسي او نظامي څېرې چې د جمهوریت تر سیوري لاندې یې د واک، فساد، جګړې او شخصي ګټو اوږده مخینه درلوده، د حساب‌ ورکونې له وېرې له هېواد څخه وتښتېدل او د مخالفت بیرغ یې له هېواد بهر پورته کړ. دغه مخالفت، چې تر ځینو رنګینو نومونو لاندې وړاندې کېږي، نه د ولس له منځه را ټوکېدلی او نه هم د بدلون د رامنځته کولو واقعي توان لري. هغه وسلوال جنګ چې د آزادۍ جبهې له خوا یې ادعا کېږي، په عمل کې ځینې وخت د عامو خلکو تر هدف ګرځولو، د اعلامیو، شعارونو او مجازي نقشو تر بریده محدود دی او له واقعي میداني حضور، منظمو تشکیلاتو او ټولنیز ملاتړ څخه خالي او لرې دی.

آزادۍ(!) جبهه د مشروعیت له بنسټیزو شرایطو بې‌ برخې ده؛ مشران یې د پرځېدلي جمهوري رژیم له ناکامې دورې سره تړاو لري، ناوړه سابقه لري او پرېکړې یې تر ډېره د انګلستان د استخباراتو او نورو بهرنیو کړیو له غوښتنو او سیاسي محاسبو اغېزمنې دي. له همدې امله یې فعالیتونه د سیاسي بدیل د جوړولو پر ځای، پر تبلیغاتي ناستو او لنډ مهالو رسنیزو غبرګونونو راڅرخي. دا یو داسې مخالفت دی چې نه یې لید روښانه دی، نه یې لاره او نه هم د سبا په اړه باورونه زېږولی شي.

له مقاومت جبهې سره د آزادۍ جبهې خپل ‌منځي اختلافات، د نفوذ پر سر شخړې، فزیکي حذفونه او ژورې بې ‌باورۍ د دغه دوو ډلو د داخلي زوال نښې دي. دوی ونه توانېدل چې سره راټول شي، بلکې بهرني ملاتړ، شخصي سیالیو او د واک تندې یې جوړښتونه آسیب پذیره کړل. دغه اختلافات ورو ورو د سیاسي جنجالونو تر پولو واوښتل او د یو بل پر ضد یې د تخریب، توهین او حذف بڼه خپله کړې، چې پایله یې د ولسي باور لا ډېر له منځه تګ شو.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د ثبات، عمومي عفوې او نسبي امن فضا رامنځته شوې، بهر مېشتي مخالفین لا هم د جګړې ژبه کاروي، خو خپله د جګړې له ډګره لرې ولاړ دي. دا تضاد ښيي چې دغه جریانونه د قربانۍ او مسؤلیت له احساس پرته، یوازې د مخالفت په نوم موجودیت غواړي او بس! دغسې ډلې نه د قدرت د معادلې بدلولو توان لري، نه د ولس د راتلونکي لپاره یو قانع کوونکی بدیل وړاندې کولی شي، بلکې یوازې به یو سمبولیک مخالفت ته دوام ورکوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version