د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف سره کتلي.
د یاد وزارت ویاند پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او پر دوه اړخيزو امنیتي، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو خبرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې پر دې سربېره کتنه کې په سيمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې شوې دي.
