Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»آیا د بې ثباتۍ بنسټګران به افغانستان با ثباته کړي!؟
    تورې څېرې

    آیا د بې ثباتۍ بنسټګران به افغانستان با ثباته کړي!؟

    صابر افغانصابر افغان27 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کڼ شمېر هغه سیاسي، نظامي او مافیایي کړۍ بهر ته تښتېدلي، چې د خپلو شخصي قدرتونو، شتمنیو او نفوذ د دوام لپاره یې د فساد، قومي تفرقې او مافیایي اقتصاد پالنه کول، په دوی کې هغه جنګ‌ سالاران او سیاسي رهبران دي چې تل یې د یووالي پر ځای د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کړی او هغه چارواکي دي چې بهرنیو استخباراتو ته ژمن وو او د افغانستان د ثبات پر ځای یې د بهرنیو اجنډاوو لپاره کار کاوه.

    هغه خلک چې د یو هېواد له نوم، هویت او پېژندګلوۍ څخه منکر وو او د خپل حاکمیت په دوره کې یې پرته له تعصباتو شيندلو، د هېواد له تجزیې، د هویت نه منلو، شخصي ګټو، عیش او عشرت پرته بل ارمغان هېواد ته نه و راوړی، نن د کومې اجنډا له مخې د هېواد د ثبات خبره په خپلو دروغجنو ژبو اړوي را اړوي!؟ په حقيقت کې دوی د له لاسه وتلي بربریت، دبدبې او مافيايي کړيو ته د خدمتونو وړاندې کولو د بیا اعادې په لټه کې دي، دوی ته ورکړل شوی شل کلن فرصت چې څنګه استفاده شو، هماغسې يې راتلونکی هم وګڼئ.

    د جمهوري حکومت شل کلن واکمنان ونه توانېدل، چې یو باثباته، عادلانه او دوامداره سیاسي نظام جوړ کړي، بلکې اختلافاتو، فساد او د قدرت شخصي انحصار ته یې کار ویلی و، زورواکان، مافیا او فاسد چارواکي له قانون څخه پورته وو، عدالت تنها د کمزورو لپاره و، عام خلک د نا امنیو او جګړو قربانيان وو؛ حکومت له بهرنیو مرستو پرته د خپل اقتصاد اداره ونه شوای کولی، بلکې د بهرنیانو پر سیاسي، نظامي او اقتصادي ملاتړ متکي و.

    افغانستان د ازمایښتونو کور دی، دلته تور تاريخ لرونکي، شریر بغاوتګر، شریرې ډلې، د هېواد د بې ثباتۍ عاملین، خام او کوچني شخصیتونه له يوې مخې ټول وازمویل شول، مفسدین به تر هغو پورې مفسد وي، ترڅو چې په واقعي توګه د حق په قافله ور ګډ شوي نه وي. دوی اوس هم پر دې پلان کار کوي، چې له رسنیو، افرادو او بېلابېلو لارو، د افغانستان د ثبات په ضد منفي تبليغات وکړي او سرپرست حکومت چې د ثبات پر لور هر قدم اخلي، له خپل متعصب نظر څخه منفي وارزوي، دوی ټولنې او نړۍ ته له افواهاتو ټوکېدلي سیګنالونه ورکوي، ترڅو د موجوده پرمختګونو مخه ونیسي.

    نن هماغه خلک له یوې، يوې اې فور ورقې/ پاڼې سره، پر هېوادونو، ټولنو او افرادو ګرځي – راګرځي، چې ګویا موږ د افغانستان د راتلونکي لپاره طرحه او پلان لرو، موږ به داسې نظام رامنځ ته کړو، چې له نړۍ سره به هر نوع تعامل او اړيکو ته لبیک وايو، د ترهګرو(!) پر ضد به له هر چا وړاندې اقدام کوو، سيمې او نړۍ ته به د هر ډول ګواښ مخه نیسو، اقتصاد به پر خپلو پښو دروو، له همسایه هېوادونو سره به ښه ګاونډیتوب کوو او نور ګڼ شمېر پلانونه لرو. خو د دوی ټول پلانونه ځکه ناکام دي، چې د بې ثباتۍ بنسټګران او اصلي عاملین دي.

    د هېواد د بې ثباتۍ دا عاملین نور د ولس، سیمې او نړۍ په سترګو کې خاورې نشي شیندلی، دوی تر وخت تېر اجناس وګڼئ! چا چې جوړ کړي او چیرته چې استفاده شوي، د دواړو لپاره نور د استفادې وړ نه دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف: له ناټو سره د اوکراین يوځای کېدل په هېڅ صورت نه منو
    راتلونکي مقاله حماس غورځنګ د څلورو اسرائیلي یرغملو جسدونه سره صلیب ته وسپارل

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.