څو ورځې وړاندې، د افغان حکومت یو شمېر مخالفین یو ځل بیا سره راټول شول او د نوي ائتلاف په جوړولو سره یې هڅه وکړه چې خپل داخلي اختلافات حل کړي؛ هغه اختلافات چې له دې ائتلاف وروسته نه یوازې حل نه شوه، بلکې تر پخوا یې لا پراختیا ومونده.

د غونډې په پای کې، د ګوندونو او نورو بدنامه څېرو ځان بلونکو مشرانو یوه اعلامیه خپره کړه او ټولو د دې اعلامیې په پای کې د تائید په پار لاسلیکونه وکړل. خو د دې اعلامیې محتويات څه وو او آیا دا اعلامیه د افغانستان خلکو ته کومه ګټه لري او که د تل په څېر یوازې د دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره وه؟ دا هغه پوښتنې دي چې په دې لیکنه کې به ورته ځواب ووایو.

د دې ائتلاف په اعلامیه کې ذکر شوي مواد:

۱. د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه:
د افغانستان د معاصر تاریخ دا بدنامه څېرې په داسې حال کې د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا خبره کوي چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال، افغانستان شل کاله د امریکا په مستقیم اشغال کې و او پر دې سربېره، د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو هم د دې هېواد په هره حیاتي پرېکړه کې فعاله ونډه درلوده.

په بل عبارت، د افغانستان کړېدلي ملت د دې فاسدو افرادو د واکمنۍ پر مهال، نه یوازې په رښتینې معنی خپلواکي نه درلوده، بلکې د ترلاسه کولو لپاره یې ډېر کلونه د دې بهرني پالو اجیرانو پر ضد مبارزه وکړه.

۲. د دې مخنیوی چې افغانستان د بهرنیانو د سیالیو په میدان بدل شي:
د دې اعلامیې یو بل بند، افغانستان د بهرنیانو د سیالیو په میدان له بدلېدلو څخه مخنیوی و. په رښتیا هم، دا کسان څنګه داسې غوښتنې کوي او د داسې شعارونو تر شا پټېږي، په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال افغانستان نه د یو هېواد په توګه، بلکې د نورو هېوادونو د زور ازموینې په ډګر بدل شوی و.

په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو سیاسي سیالۍ یوازې د دې کشمکشونو یو اړخ و. افغانستان د دې کسانو د واکمنۍ پر مهال تر دې حده بې خاونده شوی و چې نورو هېوادونو حتی خپل بمونه هم په دې خاوره کې ازمایل، لکه د امریکا له خوا د «بمونو د مور» آزموینه.

۳. د بشري حقونو اعاده کول:
له بشري حقونو څخه د دفاع شعار له ډېرې مودې راهیسې د سیاسي اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي. د جمهوریت تښتېدلي بدنام کسان هم د خپلو بادارانو په تعقیب له دې شعار څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او په هره غونډه او مجلس کې، په افغانستان کې د بشري حقونو د اعادې او ترلاسه کولو لپاره د هڅو خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شل کلن جمهوریت پر مهال او په ځانګړې توګه د کورنیو جګړو په توره دوره کې د دې هرې یوې څېرې کارنامه د بې ګناه خلکو له وژنو او وینې تویولو ډکه ده، چې وینه یې ناحقه تویه کړې ده، لکه دوستم چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د دشت لیلي د بې ساري جنایت لومړی کس ګڼل کېږي.

۴. د ملکیتونو د غصب او جبري کډوالۍ مخنیوی:
د دې کسانو یو بله غوښتنه د دوی په نوي ائتلاف کې دا وه چې افغان حکومت دې د ملکیتونو غصب او د خلکو جبري کډوالۍ ته د پای ټکی کېږدي؛ دا غوښتنه په لومړي ګام کې خلکو ته د دې کسانو نه جلا کېدونکې ځانګړتیاوې ور یادوي، د هغو کسانو ځانګړتیاوې چې د خپل ځواک او زور څخه یې د شخصي او دولتي جایدادونو د غصب لپاره پوره ګټه اخیستې ده، خو له تېښتې وروسته یې زرګونه جریبه غصب شوې ځمکه پر ځای پاتې شوه.

د یادو ځمکو د بیرته اخیستلو لپاره نوي افغان حکومت پوره جديت ښودلی او په پایله کې یې زرګونه جریبه ځمکه له غاصبینو څخه بیرته اخیستې ده. باید وویل شي چې په دې کې، د هغو ځمکو شمېر چې د جنګ سالارانو له خوا غصب شوې وې او حتی د اوسیدو ښارګوټي یې پرې جوړ کړي و، هم ډېر لوړ دی.

۵. له ولسي څارنې پرته د طبیعي سرچینو د پلور مخنیوی:
د افغانستان د سرچینو د پلور مخنیوی د دې اعلامیې یوه بله ذکر شوې ماده ده؛ هماغه کاني او طبیعي سرچینې چې بې له شکه د افغانستان خلکو ته د خدای له خوا ورکړل شوي نعمتونه ګڼل کېږي، د دې کسانو له خوا د دوی د ګوندي او تنظیمي جګړو د دوام لپاره د لرګیو په څېر کارول شوي او لویه برخه یې پرته له دې چې افغانان خبر شي، لوټ شوي دي.

خو اوس د افغانستان د کانونو د استخراج جریان په بشپړ ډول بدل شوی دی. اوس کانونه نه د کورنیو جګړو اور بلونکي دي، بلکې د پخوانیو زخمونو رغونکي او د افغانستان د اقتصاد اساسي ستنې دي؛ دې لویو نعمتونو افغانستان د نورو هېوادونو د مرستو له احتیاج څخه خلاص کړی او د خپلواکۍ د ساتلو لامل شوي دي.

۶. په بشردوستانه مرستو کې د روڼتیا رامنځته کول:
په داسې حال کې چې اعلامیې په بشردوستانه مرستو کې پر روڼتیا ټینګار کړی، تاریخي تجربه ښیي چې همدې کسانو د خپل واک پر مهال، نه یوازې په مرستو وېشلو کې هیڅکله روڼتیا نه ده مراعت کړې، بلکې د اړمنو لپاره ځانګړې شوې ډېرې بشري او مالي سرچینې د دوی د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره مصرف شوې دي.

افغان ولس په دې ټوله موده کې شاهد و چې نړیوالې مرستې څنګه د محرومینو لاسونو ته د رسېدو پر ځای، د جنګ سالارانو او فاسدو چارواکو له خوا د خپلو ګټو او شبکو لپاره مصادره کېدې.

په پایله کې ویلی شو چې د دې ائتلاف اعلامیه نه یوازې د افغانستان د خلکو د رښتینو ګټو منعکس کوونکې نه ده، بلکې تر هر څه ډېر د همدې بدنامه څېرو د سیاسي حیثیت او ظاهري مشروعیت د بیا رغولو لپاره یوه هڅه ده.

د خپلواکۍ، بشري حقونو، روڼتیا او ملي سرچینو د ساتنې په څېر شعارونه، په عمل کې د دې کسانو تاریخي تجربه او کارنامه ښیي چې ډېر تبلیغاتي اړخ لري او د پخوانیو فسادونو او ناکامیو له پټولو پرته بل هدف نه لري.

له همدې امله، دا اعلامیه د خلکو لپاره هیله‌بښونکې نه، بلکې د هغو ماتې خوړلو سیاستونو او شخصي ګټو یادونه کوي چې د لسیزو په اوږدو کې یې افغانستان ته رنځ راوړی او زیانونه یې ور رسولي دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version