د افغانستان په سياسي ډګر کې د ځینو څېرو معامله ‌ګري او د رنګ بدلول کومه نوې خبره نه ده، خو د محمد محقق وروستی ليک چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير ته یې په خورا عاجزۍ لیکلی، د سپين‌ سترګۍ او بې غیرتۍ وروستی حد وښود. محقق په داسې حال کې پاکستان د «سولې غوښتنونکي هېواد» په توګه نوموي او د دغه هېواد رژیم ته د سیمې د نجات ورکوونکي په سترګه ګوري، چې د همدې رژیم الوتکې د افغانستان پر خاوره تېری کوي او د جګړې د اور لمبې بلوي. دا ليک یوازې یو پلورل شوي جنرال ته خطاب نه، بلکې د هغو زرګونو شهیدانو د پاکو وینو تر پښو لاندې کول دي چې د پاکستان د نیابتي جګړې ښکار شوي دي.

هغه څوک چې پرون یې ځان د افغان ولس له منځه د یوه ځانګړي قوم او قشر مدافع باله، نن په خورا بې ‌شرمۍ د هغه رژیم په درشل کې د مزدورۍ حلقه په غاړه کوي چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي. محقق په داسې حال کې د پاکستان د سولې غوښتونکو(!) فعالیتونو ستاینه کړې چې د «اُمید» شفاخانې د ۴۰۰ تنو شهیدانو د بورو میندو او یتیمانو چیغې لا هم د خلکو په غوږونو کې انګازې کوي. د ملکي اهدافو ویشتل او د افغانانو نسل وژنه هغه حقایق دي چې د محقق په مادي او شخصي ګټو ککړ نظر کې ځای نه لري. دا تضاد ثابتوي چې د محقق لپاره هیڅ ارزښتونه اولویت نه لري، بلکې د هغه یوازینۍ موخه د پردیو د استخباراتي ګټو او پخوانۍ مزدورۍ پالل او تازه کول دي.

محقق په خپل لیک کې ادعا کړې چې ګواکې پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات رښتینی غوښتونکی دی. دا یوه داسې مسخره ده چې حتی د پاکستان کورني سیاستوال یې هم په اورېدو شرمېږي. کومه سوله؟ ایا هغه سوله چې شهباز شریف ته د ټرمپ د ادارې له خوا په لېږل شوي کاپي پېسټ ټویټ یې د تأمین ادعا کېږي؟ د محقق څرګندونې ښيي چې د افغان حکومت مخالفې ډلې د خپلې سياسي بقا لپاره دومره وارخطا دي چې د قاتلانو د سپینولو لپاره یې د مزدورو مبلغانو رول پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان پوځي او جنګي روباټان د سوله غوښتونکو په توګه معرفي کول، د افغانستان له ملي حاکمیت او تاریخي حقایقو سره ښکاره جفا ده. محقق په دې لیک سره ثابته کړې چې هغه او ورته نورې کړۍ د افغان ولس د دردونو استازیتوب نه شي کولی، بلکې دا یوازې د هغو اشخاصو کړۍ دي چې د سیمې د استخباراتي لوبو په شطرنج کې د غلامۍ د تداوم لپاره نوي فرصتونه لټوي. د پاکستان پوځ چې د خپل شتون فلسفه یې د افغانستان په ناامنۍ کې نغښتې ده، د محقق په څېر د «مزدورو څېرو» په فرمایشي ستاینو نه شي پټېدلای.

افغان ولس او تاریخ به دا تورې څېرې او د هغوی هېواد ضد دریځونه هېر نه کړي. نه یوازې د محقق دا لیک، بلکې د نورو ټولو مخالفینو پاکستان پالي دریځونه او هره کرښه د همدې مخالفینو پر تندي د پاکستان د غلامۍ مهر دی او همدا مهر یې هره ورځ د افغان ولس په منځ کې د لا زیات منفور کېدو په لور وړي. د افغانستان سوله او ثبات د محقق په څېر معامله ‌ګرو او پردي پالو په لاس کې نه، بلکې د هغه ولس په عزم کې دی چې د دوست او دښمن ترمنځ توپیر په وینو لیکل شوي تاریخ کې ګوري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version