اتحاد المجاهدین پاکستان ویلي، چې د تېرې اپرېل میاشتې له ۲۸مې نېټې څخه د روانې مې تر ۸مې پورې یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼ پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د یاد غورځنګ له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې د پاکستان پوځي رژیم ۴۸ عسکر هلاک شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
د معلوماتو په دغو بریدونو کې درې امنیتي پوستې، څلور د څار کېمرې او څلور پوځي وسایط هم له منځه تللي دي.
