اسپوتنیک روسي رسنۍ راپور ورکړی، چې د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون ويلي، چې پاریس له ایران سره په همغږۍ د هرمز تنګي د امنیت تضمینولو لپاره د یوه ماموریت پلان جوړوي.

د هغه په ​​وینا، د دغه ماموریت هدف چې د فرانسې او بریتانیا له خوا رامنځته شوی، په سیمه کې د سمندري اړیکو د بېرته پیلېدو ډاډ ترلاسه کول دي، چې د شرایطو په برابرېدو سره به له ایران سره په همغږۍ ترسره شي.

ايران د فرانسې دې اقدام ته تر اوسه رسماً کوم غبرګون نه دې ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version