د سپټمبر د یوولسمې نیټې د پېښو تر رامنځ ته کېدو دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې یوه مهمه پېښه وشوه چې هېوادوالو ته یې ځانګړی ارزښت درلوده، دا پېښه د احمدشاه مسعود وژل کېدل وو. مسعود هغه جنګسالار چې ځینو غولېدلو کسانو د افغانستان لپاره ژغورونکی باله، خو ډېر نور چې د هغه رښتینې څېره یې پېژندله، د هغو وینو بهوونکو جنګسالارانو په ډله کې یې حساباوه چې لاسونه یې د ګڼ شمېر بې ګناه انسانانو په وینو سره وو.
خو د مسعود کیسې له نورو سره یو څه توپیر درلوده، د شل کلن اشغال په موده کې د ده پلویانو هڅه کوله چې د خیانت او ظلم داغ یې له لمنې څخه پاک کړي او پر ځای یې د یوه اتل په څېر وځلوي. د کرزي له لوري مسعود ته د «ملي اتل» لقب ورکول د همدې ناکامو هڅو یوه څرګنده بېلګه ده چې د دې بدنامې څهرې د سپینولو لپاره ترسره شوې.
کله چې مسعود د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په نهمه ووژل شو، د هغه نوم او څهره، ډیر ژر په لويو نړۍوالو رسنیو او ځینو سیاسي محفلونو کې راپورته کړای شول او د وخت په تېرېدو سره د افغانستان د ملي اتل په توګه معرفي شو. خو دې انځور په ډیر څه کې له تاریخي واقعیتونو او د مسعود له حقیقي کړنو سره په بشپړه توګه توپیر درلوده.
په دې لړ کې د مسعود کورنۍ، سیاسي ملګرو او نږدې کسانو دا هڅه کوله چې مسعود یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مقاومت په چوکاټ کې وښيي؛ د افشار ړ جنایت، د مسعود د جاسوسۍ او د پنجشېر د زمرد و د لوټ په اړه چوپ وو.
له شک پرته د دې تبلیغاتو تر شا یو لوی هدف دا و چې د مسعود تر وژل کېدو وروسته، د هغه د شبکې د غړو، په ځانګړي ډول د کورنۍ لپاره یې سیاسي او اقتصادي مشروعیت رامنځ ته شي. د تبلیغاتو په مټ او د ځینو چارواکو په ملاتړ هڅه کېده چې د خلکو په ذهنونو کې د مسعود لپاره «د پاک اتل» انځور ځای پر ځای شي.
دې پراخو تبلیغاتو د مسعود کورنۍ ته دا زمینه برابره کړه چې د غرب له لاس پوڅې ادارې سره په دولتي چارو کې اساسي ونډه واخلي او د افغان ولس د شتمنیو د لوټ په دسترخوان کې خپل ځان ته ځای برابر کړي.
د دې لپاره چې د مسعود حقیقي څېره وپېژندل شي، یوازې د پنجشېر د زمرد و برخلیک ته دې یو لنډ نظر واچول شي؛ هغه الهي نعمت چې د هېواد د آبادۍ پر ځای د مسعود او د هغه د نږدې کسانو جېبونه پرې ډک او شتمني یې ورسره ډیره شوه.
د پنجشېر زمرد په کورنیو جګړو کې د مسعود د ملېشو لپاره د مالي تمویل په سرچینه بدل شوي وو. د جمهوریت پر مهال هم د غیرقانوني عوایدو د یوې لویې سرچینې په توګه د هغو کسانو په لاس کې وو چې له هر فرصت څخه یې د ملي شتمنیو د غلا او لوټ لپاره کار اخیست.
د«پټې قیمتي ډبرې؛ د وحشت اړخ» په نوم مستند کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، څرګنده شوې چې د مسعود نږدې کسان، لکه د هغه خوسر چې محمدګل نومېده او د مسعود شخصي ډریور و، د زمرد و بازار او بیه ټاکل یې په بشپړ ډول کنټرولول او د دې قیمتي ډبرې سوداګري یې تر لاس لاندې وه.
محمدګل چې په ۱۹۸۰م کلونو کې یې د مسعود په امر بهر ته د زمرد و د راټولولو او لېږلو دنده ترسره کوله، د مسعود د هغو باوري خپلوانو یوه بېلګه ده چې د ملي ګټو پر ځای یې شخصي او کورنۍ ګټو ته لومړیتوب ورکاوه. کلونه وروسته راپورونه خپاره شول چې شاوخوا درې زره کانونه د ناقانونه وسلوالو ډلو، یعنې د مسعود د پلویانو په واک کې وو او د ملي شتمنیو لوټ یې ترې روان کړی و.
په ځانګړي ډول د پاکستان او هند له لارې د افغانستان د زمرد و قاچاق هر کال شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر د مسعود کړۍ ته ګټه رسوله؛ هغه عاید چې د شل کلن اشغال پر مهال یې د کانونو وزارت د کنټرول توان نه درلوده.
په همدې مستند کې دا حقیقت روښانه شوی چې د زمرد و کانونه یوازې د مسعود د کورنۍ په واک کې وو او له اجازې پرته یې د چا لاسرسی ورته شونی نه و. دا هغه حقایق دي چې د رسنیو او سیاسي تبلیغاتو د جوړ کړي انځور په خلاف، د مسعود بله او بدله څېره خلکو ته په ډاګه کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.