Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د اسلام‌آباد ناستې مخنيوی؛ په اړه یې د خليلزاد او د جمعیت د انشعابي ډلې همغږي او د مخالفينو درز
    راز

    د اسلام‌آباد ناستې مخنيوی؛ په اړه یې د خليلزاد او د جمعیت د انشعابي ډلې همغږي او د مخالفينو درز

    صابر افغانصابر افغان9 سپتمبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ټاکل شوې وه چې د تيرې اګست مياشتې په ۲۵مه او ۲۶مه د فوزيه کوفي او ځينو نورو تښتېدلو افغانانو په هڅو او د پاکستان د ځينو استخباراتي ادرسونو په توسط په اسلام آباد کې غونډه جوړه شي، خو دا غونډه د ځينو نامعلومو عواملو له امله له جوړېدو څو ورځې وړاندې ظاهراً معطل خو په اصل کې لغوه شوه.

    هندوکش‌غږ له خپلو باخبره سرچينو څخه د يادې غونډې په اړه ځينو مهمو او حساسو معلوماتو ته لاسرسی موندلی؛ که څه هم د غونډې اصلي طراحانو هڅه کوله چې د معطل کېدو علتونه يې پټ او يا تخنيکي ستونزې بهانه کړي، خو د هندوکش‌غږ له سرچينو څخه د ترلاسه شویو مؤثقو معلوماتو په اساس، د جمعيت ګوند د انشعابي ‌ډلې د مشر عطامحمد نور او يونس قانوني په شمول د جمعيت ګوند او خپله د مقاومت جبهې له لوري د يادې غونډې له جوړېدو سره سخت مخالفت شوی او له خپلو ټولو غړو او خواخوږو يې په کلکه غوښتنه کړې چې په هيڅ صورت په ياده غونډه کې ګډون و نه کړي. که څه هم ځينو مهمو بهر مېشتو څېرو د يادې غونډې پلوي کوله او ګډون يې پکې مهم باله، خو د جمعيت د جلا شوې ډلې او مقاومت جبهې د مشرانو او مهمو غړو د سخت مخالفت له امله ونه توانېدل چې په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام‌آباد ته ولاړ شي او يا يې له معطل کېدو څخه مخنيوی وکړي.

    هندوکش‌غږ په دې اړه داسې اسناد هم موندلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد او د يونس قانوني تر منځ پټه همغږي شوې وه، تر څو په رسنيو کې او هم د مقاومت شورا او نورو مخالفو جريانونو په منځ کې د غونډې په اړه منفي نظر ورکړي، مخالفت يې وکړي او کم ارزښته او بې نتيجې يې وبولي، چې په همدې اساس د يونس قانوني او ځينو نورو جمعيت او د مقاومت په نوم جبهې ته منسوبو او وفادارو کسانو تر منځ په غونډو او مجالسو کې او هم په خصوصي ډول د غونډې په مخالفت او د مخالفينو د نه ګډون لپاره پراخ تبليغات او کمپاين وکړ او زلمي خليلزاد هم له خپل رسمي ادرس څخه له دوی سره همغږي منفي تبليغات ترسره کړل.

    دې چارې اسلام‌آباد او د پاکستان استخباراتي پوښښي ادرسونه دې ته اړ ایستل چې د دعوت شویو افرادو ترمنځ د مخالفتونو له کبله د غونډې د معطله کېدو اعلامیه خپره کړي. که څه هم د افغان حکومت د مخالفینو تر منځ د واک، شخصي ګټو او یو شمېر پخوانیو دښمنیو له کبله په تېرو څلورو کلونو کې د فزیکي او لفظي شخړې رامنځ ته شوې وې او تر منځ یې درزونه لا ډېر شوي وو، خو د اسلام‌آباد ناستې په اړه دغه مخالفتونو او درزونو نور زور هم اخیستی او مخالفین یې په څو ډلو وېشلي دي.

    مخالفي ډلې چې په تېر کې یې هم د پاکستان د استخباراتي ادارې «آی‌ایس‌آی» له هیئتونو سره په ترکیه او ځینو نورو هېوادونو کې پټې ناستې کړې دي، له دغه هېواد څخه د سیاسي او نظامي ملاتړ هیله لري او غواړي په افغانستان کې یې په نیابت جګړه وکړي، خو هر کله چې د دغه هېواد د ملاتړ له کبله د افغان حکومت د مخالفینو په منځ کې درزونه پیدا شوي، اختلافات یې پنځولي او یو د بل په مخالفت کې درېدلي دي.

    مخکینۍ مقالهد غزې په شمال کې څلور صهیونیستي پوځیان وژل شوي
    راتلونکي مقاله احمدشاه مسعود او د جعلي څېري تر شا یې د لوټمارۍ پرته کیسه!

    مربوطه لیکنې

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائيلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 24 اپریل 2026

    د بشارالاسد رژيم د پوځ قومندان چې سلګونه سوريايي وګړي یې په شهادت رسولي و، نيول شوی

    ‏د سوریې رسنیو خبر ورکړی، چې د دې هېواد کورنيو چارو وزارت ځواکونو د امجد…

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

    24 اپریل 2026

    د لبنان او صهيونيستي رژيم ترمنځ اوربند درې اونۍ نور هم غځېږي

    24 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بشارالاسد رژيم د پوځ قومندان چې سلګونه سوريايي وګړي یې په شهادت رسولي و، نيول شوی

    24 اپریل 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

    24 اپریل 2026

    د لبنان او صهيونيستي رژيم ترمنځ اوربند درې اونۍ نور هم غځېږي

    24 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،157 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،094 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،190 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.