د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سوریې ازادۍ لومړۍ کلیزې د سهار لمونځ په اُموي جومات کې هماغه د تېر کال په څېر لباس کې اداء کړ.
نن د ډسمبر ۸ مه د احمد الشرع په مشرۍ د تحرير الشام غورځنګ له لوري د بشارالاسد رژيم د پرځولو او د سوریې ازادۍ له لومړنۍ کليزې سره برابره ده.
په همدې مناسبت لسګونه زره سوریایان د خپلواکۍ لمانځلو ته راوتلي او ګڼ شمېر یې د احمد الشرع د هرکلي په موخه اموي جومات ته تللي.
