د سوریې ولسمشر احمد الشرع د دغه هېواد ګمرکونو په اړه صادر شوي نوي فرمان کې هېواد ته د صهیونیستي وگړو پر ننوتلو بشپړ بندیز لګولی.
د سوریې دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي الشرع دې فرمان کې له صهیونیستانو سره هر ډول اړیکه هم جرم بللی دی.
فرمان کې ټینګار شوی، که سوریې ته اسرائیلي مالونه نشهيي توکي يا وسلې په قاچاقي توګه راوړل شي، گمرکي محکمه به یې سمدستي ضبطوي.
