د سوریې د الخابور‌ شبکې د خبر له مخې د دغه هېواد ولسمشر احمد الشرع، په لومړي ځل د یوه رسمي سفر په ترڅ کې اذربایجان ته تللی او له خپل اذربایجاني سیال سره یې لیدلي دي.

سرچينه وايي دواړو خواوو ژمنه کړې چې د انرژۍ، صنعت، روغتیا، تعلیم او نورو برخو کې به همکاري پراخوي او همدا راز د سوریې، ترکیې او اذربایجان ترمنځ درې ‌اړخیزو همکاریو ته به وده ورکوي.

ياده دې وي چې اذربايجان ژمنه کړې چې سوریې ته به د مایع ګاز پايپ‌ لاين د تېرولو پروژه هم پلې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version