ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۷/۱/۱۷ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د کابل او استانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیل خبرې شوي.

۲_د کابل او دوحې ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې شوي.

۳_پوهنې وزارت: د راستنېدونکو افغان کډوالو د اولادونو د ښوونې او روزنې مسؤلیت په پوره ژمنتیا په غاړه اخلو.

۴_بلخ کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

۵_هېواد کې پر چاپېدونکو کتابونو ماليه‌ په بشپړه توګه معاف شوه.

۶_افغانستان د مالګې د تولید په برخه کې پر ځان بسيا شوی.

۷_ تعقيب: امنيتي ځواکونو بلخ کې د ماشوم په ژغورلو سربېره دوه انسان تښتوونکي هم وژلي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_له اسرائيلو سره په جګړه کې د ايران ولسمشر پزشکيان هم ټپي شوی و.

۲_پاکستاني رسنۍ: بلوچستان کې امنیتي پېښې څه باندې ۴۵ سلنه زیاتې شوي.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_غزه کې له نن سهار راهیسې ۷۲ فلسطینیان شهیدان شوي.

۲_کتائب القسام او سرایا القدس د غزې په الزیتون او خان‌یونس سیمو کې اسرائیلي پوځیان په نښه کړي.

۳_احمد الشرع له خپل آذربايجاني سيال سره د انرژۍ، صنعت، روغتيا او تعليمي برخو په همکاريو خبرې کړي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_ټرمپ د اروپا او مکسیکو پر وارداتو ۳۰ سلنه تعرفه لګوي.

۲_سعودي عربستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره بهرنیانو ته د ملکیت اخیستو اجازه ورکړه.

۳_سرګي لاوروف د شانګهای سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه چین ته رسېدلی.

۴_امریکا له جاپان او اسټراليا غوښتي چې له چين سره د احتمالي جګړې پر مهال دې خپل دريځ روښانه کړي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version