Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»احمد مسعود خپلو پلویانو ته امر کړی دی چې د افغانستان ولسونه وښکنځئ
    تورې څېرې

    احمد مسعود خپلو پلویانو ته امر کړی دی چې د افغانستان ولسونه وښکنځئ

    صابر افغانصابر افغان6 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دا چې مونږ په نړۍ کې ژوند کوو او الله تعالی د یو بنده په صفت نړۍ کې خلق کړي یو، زمونږ په ذمه او اوږو ډېر مسؤلیتونه هم را اچول شوي دي.

    خو ځیني د شیطان په بندګۍ کې اخته خلک د خپلې بې لارۍ او طبیعت دښمنه فکر د ترویج لپاره په خپل ټول قوت په اسلامي هېوادونو او ټولنو کې کار کوي.

    د شر او فساد ډله هم د هماغه شیطانت او بغاوت سرمنشأ ده، چې په ټوله معنی د غربي اهدافو د ترسره کولو لپاره ځان ستړی کوي.

    په افغانستان کې د شر او فساد لارویان له درې لسیزو مسلسل ازمایلو وروسته هم ناکام او پاتې راغلي دي؛ په دې موده کې د شر او فساد ډلې بنسټګر افراطي نشنلیسټ احمدشاه مسعود له شوروي سره پټ تړونونه وکړل، چې پکې د عامو هېوادوالو د عامه وژنې او شورویانو ته د لویو لارو د ساتلو مادې لیک او منل شوې وې.

    احمدشاه مسعود د پاکستان په پوځي چوڼیو کې د دې لپاره و روزل شو، چې د بهرني استخباراتي سازمانونو لپاره نوموړی ارزانه خو ډېر وحشي، ظالم، جابر او باغي سړی په لاس ورتللو؛ هغوی د دې ځانګړنې نه د ګټې اخیستنې په خاطر د افغانستان د بربادولو د هرې سودا لپاره وړ او ټارګیټ نفر احمد شاه مسعود او د شر او فساد ډله انتخاب کړه.

    احمدشاه مسعود د بهرنیو اسخباراتي سازمانونو څخه د خپلې زده کړې په بنیاد د فساد په ډله کې ځانګړي خلک و روزل، څوک یې د وطن د خرڅلاؤ لپاره، څوک یې د استخباراتي جګړو د پر مخ بېولو لپاره او څوک یې د ناموس فروشۍ، ظلم او بربریت لپاره، خو په ټوله کې د دوی کار یواځې او یواځې شر او فساد خورول وو، چې د افغانستان خاوره یې له شیطانته تر اوسه رنځ وړي.

    تازه د ټویټر په یو سپېس کې د شر او فساد مخکښ غړي نصرت اقبال وویل: له احمدشاه مسعود په میراث پاتې شریر او باغي احمد مسعود خپلو پلویانو ته امر کړی دی، چې د افغانستان ولسونه وښکنځئ، احساسات یې وسکونډۍ او ارزښتونه یې ورسپک کړئ، تر څو یې په خپلو منځونو کې یې اختلاف راپیدا او تشنج ته لار هواره شي.

    دوی (د شر او فساد ډلې) ته خپلې ګټې له هر ارزښت پورته دي، چې د تر لاسه کولو لپاره یې له هیڅ مشروع او نا مشروع کار درېغ نه کوي.

    په دې وروستیو کې داسې ښکاري، چې د شر او فساد دا پدیده په ټولېدو ده، ځکه د مقاومت خیالي جبهې او د دوستم تر منځ د ژورو اختلافاتو پرده پورته کېږي، همدارنګه د ګفتمان کنفرانس کې د دوی د یو بل سره د برطانیې د ورکړل شویو پیسو پر سر لانجې او په یاد کنفرانس کې نه ګډون کول، هغه څه دي چې د دوی لمن به ورټوله کړي.

    ځکه دوی د وطن د بربادولو لپاره له هیڅ لارې درېغ و نه کړ، شورویان یې راوستل، پټ تړونونه یې ورسره وکړل او دوه میلیونه انسانان یې پرې له خاورو لاندې کړل، هغوی له تللي نه وو، چې ناټو ته پښو ور پرېوتل هغوی یې راوستل او یو جوړ هېواد یې پرې بیا برباد کړو او دا بربادي دومره لویه وه، چې له امله یې یواځې په هرات ښار کې ۱۰۰۰ نجونو خود سوزۍ وکړې.

    خو سره د دې ټولو جنایاتو نن هم د یو بل جنګ خبرې کوي، د یوې بلې بدبختۍ شعارونه ورکوي؛ همدا ځای دا را په ګوته کوي، چې د شر او فساد ډله د ټولو دینونو او ایډیالوژیو په بناء مردوده او غلامه ډله ده، چې د پیسو د پیدا کولو لپاره هر طرف لاسونه غورځوي.

    یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغان دفاع وزیر له هندي پلاوي سره په لیدنه کې پر دوه‌ اړخیزو همکاریو خبرې کړي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.