د ټولګټو چارو وزارت وایي، د خاص ارزګان–ترینکوټ سړک لومړي لاټ د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۶۰۱ میلیونه افغانیو په لګښت رسماً پيل شوې.
دغه سړک د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ له مهر آباد کلي څخه پیل او د یاد ولایت تر خاص ارزګان ولسوالۍ پورې رسیږي، چې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري.
د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه پروژه کې د ۱۱ پایو پلونو او ۱۴۶ پایې پلګوټو د رغونې چارې هم شاملې دي، چې چارې به یې د ۲۶ کاري میاشتو په موده کې بشپړې شي.
