‏د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، نن (سه شنبه‌) کابل کې د ابوعلي سینا دویم څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر یاد نندارتون د درملو د سکټور له پاره مهم بللی او ویلي یې دي، چې له پاکستان څخه د درملو بندیز د افغانستان طبي سکټور ته په کم وخت کي وده ورکړه.

په ورته مهال د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د یاد نندراتون پرانیست‌غونډې ته ویلي، چې د افغان حکومت له حاکمیت وروسته روغتیا برخه کې د پام وړ پر مختګ شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت له داخلې له تولیداتو ملاتړ کوي او له خلکو غواړي چې داخلي تولیدات وکاروي.

د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دغه نندارتون کې د درملو د تولید لسګونو شرکتونو خپل درمل او صحي محصولات د څلورو ورځو له پاره نندارې ته ایښي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version