
نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې د اروپايي ټولنې مشر «انتونیو کوسټا» د ايران پر ملکي زیربناوو د امريکا وروستي بريدونو ته توند غبرګون ښودلی او ياده چاره یې غير قانوني ګڼلې ده.
نوموړي ويلي، چې په منځني ختیځ کې له پنځو اوونیو جګړې وروسته، دا څرګنده ده چې یوازې ډیپلوماتیکه حل لاره کولی شي د جګړې اصلي لاملونه حل کړي.
د اروپايي ټولنې مشر د دوشنبې په ورځ دا خبرداری وروسته له هغه ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ که ایران د هرمز تنګی بېرته خلاص نه کړي، نو د دغه هېواد ملکي زیربناوې به ویجاړې کړي.
ياده دې وي، چې امريکا له خپل دې ګواښ وړاندې هم د ايران پر يو شمېر ملکي تاسيساتو بريدونه کړي دي.

