Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اسرائيلو د‌ غزې په ۳۲۰ ورځنۍ جګړه کې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینيان شهيدان کړي
    افغانستان

    اسرائيلو د‌ غزې په ۳۲۰ ورځنۍ جګړه کې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینيان شهيدان کړي

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د الجزيرې نړيوال ټلويزيون په خپل يوه تحقيقي راپور کې وايي چې د تېر کال د اکټوبر له اوومې راهيسې د غزې تړانګې په ۳۲۰ ورځنۍ جګړه کې د اسرائیلو بریدونو له امله تر ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان شهیدان شوي.

    ياد تحقيقي راپور چې بېګا خپور شوی پکې راغلي چې په ۴۰ زره شهيدانو کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ ماشومان هم شامل دي؛ چې دا په غزه کې د ټولو ماشومانو ۲.۶ سلنه ده چې اوس شهيدان شوي. د راپور پر بنسټ د اکتوبر له اوومې راهیسې هره ورځ په غزه کې لږ تر لږه ۵۳ ماشومان او ۷۲ نارینه او ښځې د اسرائیلو په بریدونو کې شهيدانېږي او لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ کسان تر خاورو لاندې ورک دي چې هغوی هم په شهيدانو حساب دي.

    راپور همدارنګه د صهيونيستي اسرائيلو وحشت او د نړۍ خاموشي ته په اشارې ليکلي چې د امريکا په نیویارک ښار کې د میډیسن په نوم يو لوی باغ او د لوبو میدان دی چې شاوخوا د ۱۹۵۰۰ کسانو د ځاېېديو ظرفيت لري خو؛ په غزه کې شهيد شويو کسانو شمیر به د میډیسن باغ دوه چنده ډک کړي. راپور کې راغلي چې که چېرې داسې څه په امريکا کې پېښ وای د دنيا تر ټولو ستر وحشت او نسل وژنه به بلل شوې وه خو اوس ټوله نړۍ غلې ده.

    د راپور پر بنسټ د شهيد شويو ۴۰ زره کسانو له ډلې ۱۸،۴ سلنه یې ښځې او ۳۳ سلنه یې ماشومان دي. د راپور په وينا د غزې نفوس د اکتوبر له اوومې مخکې دوه میلیونه حسابېده، چې نږدې نیمایي یې ماشومان وو.

    راپور د صهيونيستي اسرائيلو بل وحشت په کتنه کې ليکي چې په غزه کې تر ۵۰۰ ډېر ښوونځي چې د پناه ځایونو په توګه کارول کېږي، د اسرائیلو له خوا په نښه شوي، او بمبارد شوي چې ډېری یې ویجاړ او له منځه تللي دي.

    د تېر کال د اکتوبر مياشتې له اوومې راهيسې صهيونيستي اسرائيلو په فلسطين د هوا او ځمکې له لارې بريدونه پيل کړل، چې د ۳۲۰ ورځو تر تېرېدو وروسته لا هم دوام لري او لسګونه زره فلسطينيان یې شهيدان، سلګونه زره ټپيان، او ميليونونه نور یې بې کوره کړل.

    مخکینۍ مقالهملي دفاع وزارت تېر کال له سرحدونو ساتنه، پوځ روزل، امنيت ټينګښت او نورو برخو کې مهمې‌ لاسته راوړنې درلودې
    راتلونکي مقاله پښتونخوا کې سوداګرو د لوړو ماليو له امله خپل کاروبارونه تړلي

    مربوطه لیکنې

    د یوکیلي موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۴۰۵ کال پایه وغځول شوه

    21 جولای 2026

    د لس زره ميګاواټه برښنا د تولید تخنيکي وسايل پېرل شوي او ژر به هېواد ته را ولېږدول شي

    21 جولای 2026

    پکتیکا کې ۱۵ زره جریبه ځمکه امارتي اعلان شوه

    21 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جولای 2026

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د هېواد ټولې مهمې پرېکړې د ستر مذهبي مشر،…

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: د ایران ټولې پرېکړې د ستر مذهبي مشر د لارښوونو پر بنسټ دي

    21 جولای 2026

    امریکايي استخبارات وایي، پر ایران نوي بریدونه ښايي د تهران دریځ بدل نه کړي

    21 جولای 2026

    د هرمز او باب‌المندب پر سر د امریکا او ایران کړکېچ زیات شوی

    21 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.