د یو شمېر رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کیږي، وروسته له هغې چې سوریه کې د ایران په کونسلګرۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې ۷ ایراني پوځیان ووژل شول، ایراني چارواکو د دغه برید په اړه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ.

د رسنیو د راپور له مخې د ایراني چارواکو تر خبرداري وروسته اسرائیلو کې بېړنی حالت پیل شوی دی.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې اسرائیلو تېره ورځ په ټوله نړۍ کې خپل سفارتونه وتړل.

د اسراییل وسلوالو ځواکونو د ټولو جنګي قطعاتو رخصتي ځنډولې او د هوايي مدافع قطعاتو لپاره یې نور پوځیان هم منسجم کړل.

د نړۍوالو چارو شنونکي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ایران دې خبرداري د یوې پراخې جګړې احتمال زیات کړی دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، که څوک اسرائیل ته کوم زیان ورسوي یا یې د زیانمنولو پلان ولري، اسرائیل به هم زیان ورواړوي.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر انګړ د تيرې دوشنبې، ورځې په برید کې د وژل شویو په ډله کې د ایران یو تن پوځي قومندان برید جنرال محمد رضا زاهدي هم شامل ؤ، چې د ایران په سپاه پاسداران کې یې د یو لوړ رتبه قوماندان په توګه دنده مخته وړله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version