د صهیونیستي اسرائیلو مشهورې ورځپاڼې «یديعوت أحرونوت» په یوه راپور کې لیکلي چې، د سوډاني پوځ مشر عبدالفتاح البرهان ځانګړی استازی صادق اسماعیل، تېره اونۍ په پټه اسرائیل ته تللی دی.
سرچینې د دې سفر موخه له اسرائیل سره د همغږۍ پیاوړتیا، د امریکا له نوې ادارې سره د اړیکو تنظیم او له ابوظبۍ سره د تاوتریخوالي کمول بللي دي.
راپور زیاتوي چې، اسماعیل له نتنياهو سره څو پیغامونه شريک کړي، چې په کې د سوډان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کولو غوښتنه هم شامله ده.