د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ مسؤولین وایي چې، په اشکاشم ولسوالۍ کې یې د ۵۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده.

د یاد ولایت د قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په اشکاشم ولسوالۍ کې د ۵۰۰ هغو پسونو د قاچاق مخنیوی کړی، چې په غیر قانوني ډول تاجکستان هېواد ته لېږدول کېدل.

د نوموړي په وینا، چې دا هڅې د سرحدونو د خوندیتوب او غیر قانوني فعالیتونو په وړاندې د مبارزې په لړ کې ترسره شوي او هېڅ‌چاته به د قاچاق اجازه ورنه کړي.

ياده دې وي چې، سرحدي ځواکونو تر دې وړاندې هم پاکستان هېواد ته د سلګونه پسونو د قاچاق مخه نيولې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version