ار ټي عربي روسي رسنۍ راپور ورکړی، چې اسرائيلي سرچینو منلې، چې له حزب الله سره اوربند د پوځي بریا له امله نه، بلکې د پوځ بې وسۍ له امله شوی دی.

د دغو سرچينو په وینا، د پوځي ځواک له لارې د حزب الله لمنځه وړل ناممکن دي او اسرائيل د سرتېرو کمښت، د جګړو تعدد او نړیوال فشار له امله دغې پرېکړې ته اړ شوی دی.

همداراز راپورونه ښيي، چې اسرائيل له خپلې پخوانۍ ستراتیژۍ (پرېکنده پوځي بري) پر شا شوی او یوازې د حزب الله وړتیاوو کمولو ته یې مخه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version