تسنيم اژانس راپور ورکړی، چې د اسرائيلي رژيم ځواکونو د جنوبي لبنان په ملکي سیمو کې منع شوي سپین فاسفورس بمونه ځای پر ځای کړي.
سرچينې ويلي، دا سپين فاسفورس بمونه د جنوبي لبنان په التیري سيمه کې د ملکي وګړو په ګڼ میشتو سیمو کې غورځول شوي، چې له نړیوال قانون څخه سرغړونه ګڼل کیږي.
اسرائیلي رژيم تر دې وړاندې په غزه کې هم کيميايي بمونه کارولي، چې ګڼ شمېر کسانو ته یې له مرګ ژوبلې سربېره رواني ستونزې پيدا کړي.
