د افغانستان اسلامي امارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د کابل کندهار پر لویې لارې د تېرې شپې د ټرافیکې پېښو له امله خپله ژوره خواشیني ښودلې، شهیدانو ته یې د جنت الفردوس او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

اسلامي امارت په دغه خبرپاڼه کې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې، هرڅه ژر دواړه پیښې وڅېړي، دقیق علت یې معلوم او په جدي توګه د داسې ناورینونو د تکرار مخنیوی وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version