Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»اسلامي امارت غزه کې پر کمال عدوان روغتون د اسرائیلو بریدونه په کلکو ټکو غندلي
    منځنی ختیځ

    اسلامي امارت غزه کې پر کمال عدوان روغتون د اسرائیلو بریدونه په کلکو ټکو غندلي

    صابر افغانصابر افغان28 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د صهيونيستي رژيم له خوا په غزه کې د کمال عدوان پر ملکي روغتون بريدونه او د روغتون د سوځولو، خدماتو بندولو، ناروغانو ایستلو او د طبي کارکوونکو د حُرمت تر پښو لاندې کول په کلکو ټکو غندي.

    د یاد وزارت په وینا؛ د فلسطين د غزې سيمه چې له څوارلس نيمو میاشتو راهیسې د صهيونيستي رژيم له ځمکني، هوايي او بحري بريدونو لاندې ده او ټول بنسټونه یې نږدې په بشپړه توګه ویجاړ شوي؛ اوس يې هغه محدود پاتې بنسټونه چې ځینې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، د صهيونيستي اشغالګر رژيم له خوا په ارادي او پلاني ډول له مينځه وړل کيږي.

    په یاده اعلامیه کې راغلي: په داسې حال کې چې اشغالګر رژيم د روانې نسل وژنې په دوام د جګړې ټول قوانین او اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کړي، د نړۍ د بانفوذه هېوادونو چوپتيا د اندېښنې وړ ده.

    اعلامیه کې وړاندې راغلي: «اسلامي امارت يو وار بيا د نړۍ او سيمې په بانفوذه هيوادونو غږ کوي، چې د دغه وحشتونو د عاجلې بندونې او د فلسطين قضيې ته د يوې داسې دايمي حل لارې د را اېستلو له پاره عاجل او عملي اقدام وکړي چې د فلسطين خلکو ته د منلو وړ وي.»

    د صهیونیستي رژیم ځواکونه له اوږدې مودې راهیسې د غزې شمال کلابند کړی او پر یوازیني فعال روغتون کمال عدوان یې له سمندر او هوا بریدونه کړي دي.

    د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم غزه کې پر یواځیني فعال روغتون «کمال عدوان» برید کړی، ټول ناروغان او روغتیاپالان یې په زور له روغتونه ایستلي او د یاد روغتون یو شمېر طبي کارکوونکي یې له ځانه سره وړي دي.

    مخکینۍ مقالهاسلام اباد کې د لال مسجد امام: که چېرته طالبان د فدايي حملو امر وکړي پاکستان به په خپلو کړو پښېمانه کړي
    راتلونکي مقاله د روسیې ملي امنيت: د داعش ډلې دوه غړي هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    لبنان کې د صهیونیستي عسکرو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې

    3 اپریل 2026

    ايران بحرين کې د آمازون شرکت پر مرکز برید کړی

    2 اپریل 2026

    بهرنیو چارو وزارت: د فلسطیني بندیانو په اړه د صهیونیستي رژیم نوی قانون په کلکو ټکو غندي

    1 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 6 اپریل 2026

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    دا ډېره بوږنوونکې ده چې د سیاسي فعالیت په بهانه د افغان ولس پر زخمونو…

    د پاکستاني رژیم پوځ: د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې یې څلور عسکر هلاک شوي

    6 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د آی‌ایس‌آی دوه مهرې؛ د مسعود او کوفي د خوږوالي حقیقت

    6 اپریل 2026

    د پاکستاني رژیم پوځ: د بلوچستان مستونګ ولسوالۍ کې یې څلور عسکر هلاک شوي

    6 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،139 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،167 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.