Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»اسلامي امارت غزه کې پر کمال عدوان روغتون د اسرائیلو بریدونه په کلکو ټکو غندلي
    منځنی ختیځ

    اسلامي امارت غزه کې پر کمال عدوان روغتون د اسرائیلو بریدونه په کلکو ټکو غندلي

    صابر افغانصابر افغان28 دسمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د صهيونيستي رژيم له خوا په غزه کې د کمال عدوان پر ملکي روغتون بريدونه او د روغتون د سوځولو، خدماتو بندولو، ناروغانو ایستلو او د طبي کارکوونکو د حُرمت تر پښو لاندې کول په کلکو ټکو غندي.

    د یاد وزارت په وینا؛ د فلسطين د غزې سيمه چې له څوارلس نيمو میاشتو راهیسې د صهيونيستي رژيم له ځمکني، هوايي او بحري بريدونو لاندې ده او ټول بنسټونه یې نږدې په بشپړه توګه ویجاړ شوي؛ اوس يې هغه محدود پاتې بنسټونه چې ځینې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، د صهيونيستي اشغالګر رژيم له خوا په ارادي او پلاني ډول له مينځه وړل کيږي.

    په یاده اعلامیه کې راغلي: په داسې حال کې چې اشغالګر رژيم د روانې نسل وژنې په دوام د جګړې ټول قوانین او اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کړي، د نړۍ د بانفوذه هېوادونو چوپتيا د اندېښنې وړ ده.

    اعلامیه کې وړاندې راغلي: «اسلامي امارت يو وار بيا د نړۍ او سيمې په بانفوذه هيوادونو غږ کوي، چې د دغه وحشتونو د عاجلې بندونې او د فلسطين قضيې ته د يوې داسې دايمي حل لارې د را اېستلو له پاره عاجل او عملي اقدام وکړي چې د فلسطين خلکو ته د منلو وړ وي.»

    د صهیونیستي رژیم ځواکونه له اوږدې مودې راهیسې د غزې شمال کلابند کړی او پر یوازیني فعال روغتون کمال عدوان یې له سمندر او هوا بریدونه کړي دي.

    د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم غزه کې پر یواځیني فعال روغتون «کمال عدوان» برید کړی، ټول ناروغان او روغتیاپالان یې په زور له روغتونه ایستلي او د یاد روغتون یو شمېر طبي کارکوونکي یې له ځانه سره وړي دي.

    مخکینۍ مقالهاسلام اباد کې د لال مسجد امام: که چېرته طالبان د فدايي حملو امر وکړي پاکستان به په خپلو کړو پښېمانه کړي
    راتلونکي مقاله د روسیې ملي امنيت: د داعش ډلې دوه غړي هدف ته تر رسېدو وړاندې وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    ایران تېره شپه کوېټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي اهدافو بریدونه کړي

    28 جون 2026

    له اشغال شوي فلسطین څخه د صهیونیستانو کډوالي د پام وړ زیاته شوې

    27 جون 2026

    لبنان او اسرائيل د جګړې د پای ته رسولو کړنلاره لاسليک کړه

    27 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 جون 2026

    د کابل او بشکېک ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    ‏د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي، د قرغیزستان د سوداګرۍ…

    د ایران خبره‌ګانو شورا: ټرمپ او نتنیاهو واجب‌القتل دي

    28 جون 2026

    ټرمپ: که ایران له سرغړونو لاس وانخلي، شتون به یې ختم شي

    28 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کابل او بشکېک ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    28 جون 2026

    د ایران خبره‌ګانو شورا: ټرمپ او نتنیاهو واجب‌القتل دي

    28 جون 2026

    ټرمپ: که ایران له سرغړونو لاس وانخلي، شتون به یې ختم شي

    28 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،169 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،110 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،223 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.